ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شمال کې د ناټو قوماندان له افغانانو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ

29 Nov 2020 - 13:41
29 Nov 2020 - 13:41

مزارشريف ( پژواک، ۹ ليندۍ ۹۹) : په شمال زون کې د غوڅ ملاتړ ماموريت قوماندان ويلي، چې دوی به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول حنيف رضايي د ليندۍ په ٩مه، پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ په دغې قول اردو کې د شمال زون نظامي او ملکي چارواکو، شمال کې د غوڅ ملاتړ ماموريت قوماندان، د ملګرو ملتونو استازولۍ او د بشري حقونو کمېسيون ګډه ناسته درلوده.

رضايي زياته کړه، په ياده غونډه کې د طبيعي پېښو زيانمنو شويو او د وروستيو جګړو قربانيانو ته د بېړنۍ او پر وخت مرستې رسولو باندې ټينګار وشو.

نوموړي زياتوي، چې په ياده ناسته کې شمال زون کې د غوڅ ملاتړ ماموريت قوماندان جنرال اسګرماير له افغانانو سره د خپلو مرستو پر دوام ټينګار وکړ.

د شاهين قول اردو وياند زياته کړه، چې د غوڅ ملاتړ قوماندان په خپلو خبرو کې وويل، چې نړيواله ټولنه له افغانانو سره د مرستې په خاطر دغه هېواد ته راغلې او د مرستو دغه لړۍ به دوام وکړي.

حنيف رضايي همدا راز وويل، چې د همغږۍ يادې ناستې ته د شاهين قول اردو قوماندان جنرال هيبت الله عليزي په خپلې وينا کې د مرستو پر اغېزمن وېش لا ټينګار وکړ.

نوموړي زياته کړه، چې په غونډه کې د طبيعي پېښو زيانمنو شويو او د جګړې قربانيانو او د هغوی کورنيو ته د مرستې رسولو پر لارو چارو هم بحث وشو.

د رضايي په خبره، په غونډه کې د ملګرو ملتونو استازولۍ يا يوناما او د بشري حقونو کمېسيون استازو له اړمنو کورنيو او د جنګ له زيانمنو شويو سره د خپلو مرستو ډاډ ورکړ.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version