ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې شپږو نوماند وزیرانو او د ملي امنیت ریاست نوماند ته د باور رایې ورکړې

30 Nov 2020 - 18:05
30 Nov 2020 - 18:05

کابل (پژواک، ۱۰ لیندۍ ۹۹): ولسي جرګې شپږو نوماند وزیرانو او د ملي امنیت ریاست نوماند ته د باور رایې ورکړې، خو د اطلاعاتو او فرهنګ او ښځو چارو وزارتونو نوماندان یې رد کړل.

ولسمشر غني د روان کال د تلې په ۳۰ مه ۲۲ نوماند وزیران او د دوو خپلواکو ریاستونو نوماندان د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړل چې له دې ډلې لس کسانو تېره اوونۍ له ولسي جرګې څخه د باور رایه ترلاسه کړه.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نوماند انورالحق احدي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوماند طاهر زهیر، د ښارجوړونې او ځمکو وزارت نوماند محمود کرزي، د ښځو چارو وزارت نوماندې حسینې صافۍ، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نوماند  نورالرحمن اخلاقي، د ترانسپورټ وزارت نوماند قدرت الله ذکي، د ټولګټو وزارت نوماند نجیب الله یمین، د کانونو او پټرولیم وزارت نوماند محمد هارون چخانسوري او د ملي امنیت د عمومي ریاست نوماند احمدضیاء سراج تېره ورځ او مخکې اوونۍ خپل کاري پروګرامونه ولسي جرګې ته وړاندې کړل.

ولسي جرګې نن یادو نهه نوماندانو ته د رایو صندوقونه کېښودل.

په ټوله کې نن د ولسي جرګې ۲۴۴ غړو نوماند وزیرانو ته د رایې ورکولو په بهیر کې ګډون کړی و او هر نوماند باید د بریالیتوب لپاره ۱۲۳ رایه ترلاسه کړې واى.

له یادو نهو نوماندانو اووه کسانو د ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړه، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوماند طاهر زهیر او د ښځو چارو وزارت نومانده حسینه صافۍ ونه توانېدل چې د ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړي.

د باور رایې ورکولو بهیر په پای کې احمد ضیاء سراج د ۲۲۰ باور رایو په ترلاسه کولو د ملي امنیت د رییس، انورالحق احدي د ۱۸۹ باور رایو په ترلاسه کولو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د وزیر او محمود کرزی د ۱۵۴ باور رایو په ترلاسه کولو د ښار جوړونې او ځمکو د وزیر په توګه وټاکل شول.

دغه راز نورالرحمن اخلاقي د ۱۵۶ باور رایو په ترلاسه کولو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو، قدرت الله ذکي د ۱۶۵ باور رایو په ترلاسه کولو د ترانسپورټ، نجیب الله یمین د ۱۴۹ باور رایو په ترلاسه کولو د ټولګټو او محمد هارون چخانسوري د ۱۵۴ باور رایو په ترلاسه کولو د کانونو او پټرولیم د وزیرانو په توګه وټاکل شول.

خو طاهر زهیر د ۷۸ تایید رایو او حسینه صافۍ د ۱۱۹ تایید رایو په ترلاسه کولو ونه توانېدل چې د بریالیتوب لازمې رایې ترلاسه کړي.

میر رحمان رحماني د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته له ولسمشر څخه وغوښتل چې د اطلاعاتو او فرهنګ او ښځو چارو وزارتونو لپاره نوي نوماند وزیران دې جرګې ته معرفي کړي.

د یادولو ده چې ولسي جرګې یوه اوونۍ وړاندې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د دفاع وزیر اسدالله خالد، د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثاراحمد غوریاني، د لوړو زده کړو وزیر عباس بصیر او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري، د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي او د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال ته د باور رایه ورکړه.

ټاکل شوې سبا پاتې پنځه نوماند وزیران او د افغانستان بانک ریاست نوماند خپل کاري پروګرامونه له ولسي جرګې سره شریک کړي او چهارشنبه د دوی لپاره په ولسي جرګه کې د رایو صندوقونه کېښودل شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version