ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنځو نوماند وزیرانو او د افغانستان بانک نوماند رییس ولسي جرګې ته خپل کاري پلانونه وړاندې کړل

1 Dec 2020 - 16:00
1 Dec 2020 - 16:00

کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۹۹): د کلیو، سرحدونو، پوهنې، عامې روغتیا او اقتصاد وزارت نوماند وزیرانو او د افغانستان بانک ریاست نوماند نن ولسي جرګې ته خپل کاري پروګرامونه وړاندې کړل، ویې ویل چې که د باور رایه ترلاسه کړي، نو د اړوند چارو ښه تنظیم لپاره به هڅې وکړي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، عامې روغتیا وزارت، اقتصاد وزارت، سرحدونو او قبایلو چارو وزارت، پوهنې وزارت او د افغانستان بانک ریاست ته نوماندانو او سرپرستانو نن (د لېندۍ یوولسمه) خپل کاري پلانونه ولسي جرګې ته وړاندې کړل.

د دې جرګې د نننۍ پرېکړې له مخې، ټاکل شوې چې یادو نوماند وزیرانو او د افغانستان بانک نوماند رییس ته سبا د رایو اخیستو لپاره صندوقونه کېښودل شي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت نوماند

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست او نوماند وزیر مجیب الرحمن کریمي وویل چې په کلیوالي سیمو کې یې د څښاک اوبو کچه له ۲۸ سلنې څخه ۵۳ سلنې ته لوړه کړې او تر ۲۰۳۰ کال پورې به یې تر سل سلنه پورې لوړه کړي.

دی وايي: “د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ولایتي او سیمه ییزو دفترونو پیاوړي کولو لپاره مو په یوه میکانیزم کار پیل کړی څو د ټولو همکارانو د څارنې، مدیریتي او تخنیکي وړتیاوې لوړې شي.”

هغه زیاته کړه چې له ازبکستان، ترکمنستان او نورو سرحدي هېوادونو سره د صنایعو پلورنې او ودې ګډ پروګرامونه پیلولوي څو د کلیو اقتصادي پراختیا سبب شي.

د کریمي په وینا، یاد وزارت په راتلونکي کال کې ۳زره او ۳۵۳ ښوونځي جوړوي او د دغه وزارت په ټولو پروژو کې چې په کلیو کې پلې کېږي، خلکو ته د مالکیت احساس ورکولو لپاره یې د هغوی څارنې ته پروګرام جوړ کړی دی.

ده وویل چې یاد وزارت د برېښنايي حکومتولۍ په پیاوړي کولو سره په دغه وزارت کې فساد کچه راکموي.

د عامې روغتیا نوماند

د عامې روغتیا سرپرست او نوماند وزیر ډاکتر احمد جواد عثماني وویل چې خلکو ته د روغتیايي خدمتونو رسولو، د درملو کيفیت ښه کول او بیې ارزانول، ګوزڼ ناروغي مخنیوی، پر نشه یي توکو د روږدوکو کسانو رغونه او د کرونا د دویمې څپې کنټرول یې خپل کار لومړیتونه ټاکلي دي.

دی وايي: “ډېر ژر به د هېواد په روغتونو کې د زړه عملیاتو په ګډونو نورو عملیات پیل شي، په کندهار کې د زون په کچه به د خصوصي سکټور په مرسته لوی روغتون جوړ شي، د ننګرهار د بډوډو روغتون به د ګردې ناروغۍ په ملي مرکز بدل شي او په پنجشېر ولایت کې د سرطان ناروغۍ درملنې لپاره یو روغتون جوړېږي، څو خلک نورو هېوادونو ته اړ نه شي.”

هغه زیاته کړه چې په هېواد کې یې روغتیايي چارې په بېړنیو او بنسټیزو خدمتونو وېشلې، د همدې لپاره روغتونو ته د ګومارنو او تدارکاتي برخو کې ځیني واکونه ورکوي څو خپلې ستونزې خپله حل کړي.

عثماني زیاتوي، د درملو او خوړو کنټرولولو لپاره د روغتیا نړیوال سازمان او سټنډرډ له نړیوالو ادارو سره په همغږۍ په هېواد کې څو لابراتورونه جوړوي او د روغتیا په سکټور کې د نړیوالو همکارانو ونډه محدودوي.

د روغتیا وزارت نوماند په وینا، په هېواد کې د درملو تولید لپاره سوداګر هڅوي او له فساد سره د مبارزې په برخه کې نا اړین تړونونه له منځه وړي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت نوماند

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر مُحب الله صمیم ولسي جرګې ته وویل چې په هېواد کې یې د قومونو را یوځای کولو لپاره نوی میکانیزم جوړ کړی څو د قومونو یو ځای والی د ټولنیزې سولې، امنیت، اقتصاد او جګړو حلولو سبب وګرځي.

دی وايي: “د جنګ ختموالی یوازې سوله نه ده، تر هغه چې سولې ته ټولنیز بستر نه وي رامنځته شوی؛ دا کار د سرحدونو او قبایلو وزارت ښه وزارت کولی شي. موږ هڅه کوو چې د دغه وزارت ټول ریاستونه د خلکو د ناستو، غونډو او داسې دریځ و اوسي چې هر سړی خپل نظر حکومت ته د همدغو ریاستونو له لارې ولېږدوي.”

هغه زیاته کړه چې په یاد وزارت کې د سرحدي سیمو د ستراتیژیکو اړیکو څېړنیز مرکز رامنځته کوي، د دغه وزارت اړوند د بایزید روښان انسټیټيوټ پر پوهنتون بدلوي او د سرحدي او جنګ ځپلو سیمو نجونو ته لیلیه لرونکي څو ښووځي جوړوي.

د پوهنې وزارت نومانده

د پوهنې وزارت سرپرسته او نوماند وزیره رنګینې حمیدي وویل چې په دغه وزارت کې یې د خیالي ښوونکو له منځه وړل، د ښځینه ښوونکو زیاتوالی، د کتابونو د نشتوالي ستونزې حلولو، ښوونځیو ته ودانیو جوړول او د ښوونکو کموالي ستونزو ته رسېدنه لپاره به کار وکړي.

دا وايي، د همغږۍ رامنځته کولو لپاره یې د وزارت شپږ معینیتونه پر درېیو معینیتونو بدل کړي او د نوي نصاب جوړولو لپاره یې د امریکا نړیوالې پرمختیايي ادارې (USAID) له ۸۵ میلیونه امریکايي ډالرو یې بیا ګټه اخیسته پیل کړې ده.

هغه زیاته کړه چې د یاد وزارت د اسلامي زده کړو معینیت یې ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته نه دی ورکول شوی،‎ بلکې هغه معینیت پر یوه عالي او اجرائيوي بورډ بدلېږي چې په کې به د ښځو په ګډون پنځه عالمانو له مختلفو مذهبونو او قومونو مسوولیت لري.

حمیدې په وینا، د پوهنې ولایتي ریاستونو سره د همغږي رامنځته کولو او اسانتیاوو برابرولو لپاره يې د ولایتونو انسجام ریاست جوړ کړی څو د ولایتي پوهنې ریاستونو ستونزو ته بېړنۍ رسېدنه وشي.

د افغانستان بانک ریاست نوماند

د افغانستان بانک ریاست سرپرست او نوماند رییس اجمل احمدي وویل، د دغه بانک لپاره پولي پالیسي جوړوي، څو د افغانستان اقتصادي ورسره لوړ شي، د همدې لپاره بانکونو ته نغدي مرستې ورکوي او داسې سیستمونه ايجادوي چې بانکونه اخیستنه او پلورنه اسانه وکړای شي.

دی وايي، د بانکي سکټور څارنې لپاره په هېواد کې د تولیداتو کچې لوړوالي په موخه سوداګرو، بزګرانو او صنعت کارانو ته مختلفې قرضې ورکولو پلان لري او په افغانستان کې د اسلامي بانکولی پراختیا لپاره یې هم کړنلاره جوړه کړې ده.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان بانک کې د پیسو پرداخت سیستم رامنځته کوي، د پیسو لېږد ته اسانتیاوې برابروي او د دغه بانک لپاره حقوقي چارچوب رامنځته کولو لپاره د هر ریاست ځانګړې تګلاره جوړوي.

د احمدي په وینا، په ټولو بانکي چارو کې له نړیوالو بانکونو سره د ښې همغږۍ لپاره د مختلفو پروګرامونو رامنځته کولو پلان یې جوړ کړی دی.

د اقتصاد وزارت وزارت نومانده

د اقتصاد وزارت وزارت سرپرسته او نوماند وزیره کریمه حامد فاریابي وايي چې له ولسي جرګې د باور رایې اخیستو په صورت کې به د غیر دولتي موسسو راپور ورکونې ته پراختیا ورکړي.

دې وویل، ټولو هغو فکټورنو ته به چې د افغانستان پر اقتصاد اغېز لري، پاملرنه وکړي، د صادراتو او وارداتو کچه ارزونې پلان یې جوړ کړی او د غیر دولتي موسسو انسجام او هغو ادارو د ملاتړ لپاره هم کار کوي.

هغې زیاته کړه چې په هېواد کې د ټولو دقیقو شمېرو معلومولو او اقتصادي تاثیراتو په اړه به په دغه وزارت کې په تحلیلونو کار کوي او د همدې کار لپاره به مرستې را جذب کړي.

د یادونې ده، ولسي جرګې یوه اوونۍ وړاندې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د دفاع وزیر اسدالله خالد، د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثاراحمد غوریاني، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي، د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد تینج، د لوړو زده کړو وزیر عباس بصیر او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري، د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي او د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال ته د باور رایه ورکړه.

دغه راز یادې جرګې تېره ورځ بیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نوماند انوارالحق احدي، د ښار جوړونې او ځمکو وزارت نوماند محمود کرزي، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نوماند نورالرحمن اخلاقي، د ترانسپورټ وزارت نوماند قدرت الله ذکي، د ټولګټو وزارت نوماند نجیب الله یمین، د کانونو او پټرولیم وزارت نوماند محمد هارون چخانسوري او د ملي امنیت د عمومي ریاست نوماند احمدضیاء سراج ته د باور رایې ورکړې خو تر اوسه یوازې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوماند طاهر زهیر او د ښځو چارو وزارت نوماندې حسینې صافۍ د باور رایه نه ده ترلاسه کړې.

 

Views: 19

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version