ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د کرونا لومړۍ څپې سره د مبارزې تېروتنې باید تکرار نه شي

3 Dec 2020 - 17:49
3 Dec 2020 - 17:49

کابل (پژواک ۱۳ لیندۍ ۹۹): ولسمشر غني د کرونا دويمې څپې ته په اشارې سره وايي، په مرکز او ولایتونو کې د کرونا لومړۍ څپې سره د مبارزې تېروتنې باید تکرار نه شي او په وزارت کې دننه دې همغږي زیاته شي.

نوموړي دغه څرګندونې د عامې روغتیا وزارت له رئیسانو او سرپرستانو سره د کرونا دویمې څپې سره د مبارزې لپاره د روغتیایي سکتور د انسجام غونډه کې کړې دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې ولسمشر غني د کرونا لومړۍ څپې سره په مبارزه کې د ډاکترانو او روغتیایي کارکوونکو د هڅو مننه وکړه، ويې ویل، موږ یو لوی تصویر ته اړتیا لرو چې امکانات، فرصتونه او د مبارزې څرنګوالی مشخص کړي.

هغه د روغتونونو او په ولایتونو کې د عامې روغتیا ریاستونو ترمنځ زنځیري ارتباط ته په اشارې سره وویل، د حکومت د رهبرۍ پلان دا دی چې د کرونا د دویمې څپې د مدیریت ترڅنګ د روغتیایي خدمتونو بنسټیزې ستونزې هم حل شي.

ده وویل، ډېر ژر به د افغانستان د روغتیا پروګرام په اړه واضح پایلې ته ورسېږو او د کرونا دویمې څپې سره د مبارزې لپاره به واضح مقررات رامنځته کړو.

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، د کرونا ویروس لومړۍ څپې سره د مبارزې لپاره د حکومت جامع پلان د دې لامل شو چې د سیمې هېوادونو په پرتله افغانستان د کرونا تر منحني وړاندې حرکت وکړي او د انساني تلفاتو کچه په بېساري ډول راکمه شي.

هغه زیاته کړه، د کرونا لومړۍ څپې سره مبارزه کې ستراتېژیک زعامت بریالی و، خو د مدیریت په برخه کې شته ستونزو ته متوجه یو او دویمې څپې سره مبارزه کې به همغږي زیاته او د عامې روغتیا وزارت په تشکیل کې به تغییر، تعدیل او اصلاحات تطبیق شي.

ورپسې د عامې روغتیا وزارت رئیسانو او سرپرستانو د کرونا دویمې څپې سره د مبارزې او د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره خپلې ستونزې او وړاندیزونه ولسمشر سره شریک کړل.

یادو مسوولینو د کرونا دویمې څپې سره د مبارزې لپاره د اکسیجن اړتیا ته په پاملرنې، د کرونا د تشخیص لابراتوارونو زیاتېدو، د اړتیا وړ درملو، کېټونو، طبي وسایلو او تجهیزاتو برابرولو، بشري قوې ته پاملرنې، د رامنځته شویو طبي شبکو بشپړ تطبیق، د بودجې په مصرف کې د همغږۍ پیاوړي کولو او د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت په زیاتوالو ټینګار وکړ.

ولسمشر غني د عامې روغتیا وزیر ته دنده وسپارله چې د وزارت له رئیسانو او سرپرستانو سره په غونډه کې په وضاحت د دغو وړاندیزونواو ستونزو لېست ترتیب او د جمهوري ریاست عالي مقام سره شریک کړي.

هغه زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت دې واضح لومړیتوبونه مشخص کړي چې حکومت د هغو په رڼا کې اقدامات وکړي او د اکسیجن او لابراتوارونو موضوع ته اساسي پاملرنه کېږي.

ده وویل، ټولې هغه موسسې او غیر حکومتي بنسټونه چې د عامې روغتیا وزارت پالیسۍ نه عملي کوي، باید وارزول شي او ورته لومړیتوبونه ورکړل شي.

د نوموړي په وينا، هغه لابراتوارونه چې کرونا سره د مبارزې دویمې څپې کې ناغېړي وکړي، تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې به راشي.

ولسمشر د غونډې په پای کې وویل، د کرونا واکسین له مثبتو نتایجو وروسته موږ نوې مرحلې ته داخلېږو او د واکسین ساتلو زېربناوو او د معیارونو پر اساس د واکسین وېشلو طبقه بندۍ ته باید جدي پاملرنه وشي او د افغانستان حکومت له نړیوالو بنسټونو سره د کرونا واکسین د وېش او ترلاسه کولو په اړه په تماس کې دی او ټول هغه منابع تشخیص شوي چې د افغانستان حکومت پرې خپلو خلکو ته د کرونا واکسین برابر کړي.

څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو چې د کرونا پېښې په هېواد کې يوځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي او له خلکو يې غوښتي چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

د دې وزارت د تازه معلوماتو له مخې، تراوسه په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤٧٢٥٦ ته رسېدلی دی.

Views: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version