ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ارغستان کې موټربم برید اتو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده

5 Dec 2020 - 14:09
5 Dec 2020 - 14:09

کندهارښار (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۹۹): د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې موټربم برید شوی چې له امله یې درې پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

پېښه نن له غرمې مخکې د دې ولسوالۍ په صوفیانزو سیمه کې رامنځته شوې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو نن سهار د یوه هاموې ټانک په وسیله د ارغستان د صوفیانزو سیمې پر امنیتي پوسته برید وکړ.

هغه زیاته کړه، په دغه برید کې درې پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

دی وايي، د برید له امله د پوستې ودانۍ هم ویجاړه شوې ده.

خو یوه امنیتي سرچینه وايي چې په برید کې ۱۰ سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

ارغستان چې د کندهار ښار په سوېل ختيځ کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د ١٠٠ کيلومتره په واټن پرته ولسوالي ده، له تېرې څه مودې راهیسې د سختو جګړو شاهده ده.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې وسله والو طالبانو دغې ولسوالۍ ته غځېدلی پوخ سړک او تر ۲۰ ډېر پلونه پر ماینونه ویجاړ کړل.

دغه راز په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکې یوه انتن هم ویجاړ کړ چې له امله یې په دې ولسوالۍ کې مخابراتي خدمات په ټپه درېدلي دي.

ځايي سرچینې وايي چې وسله والو د پرله پسې جګړو او بریدونو په پایله کې د دې ولسوالۍ تر مرکز پورې رسېدلي او جګړه روانه ده.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version