ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوهنې وزارت رد شوې نوماند وزیرې مشرانو جرګې ته خپل پروګرامونه وړاندې کړل

6 Dec 2020 - 10:15
6 Dec 2020 - 10:15

کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۹۹): رنګینې حمیدي چې ولسي جرګې یې پوهنې وزارت ته نوماند وزیري رد کړې، «فشارونو ته نه تلسیمېدل» د ځان د رد کېدو لامل وباله او وویل، که په پوهنې وزارت کې پاتې شي له فساد سره مبارزه کوي.

مشرانو جرګې داسې مهال د دې جرګې نننۍ ناستې ته د پوهنې وزارت د سرپرستې په توګه رابللې وه چې د پوهنې وزارت لپاره د هغې او څلور نور نوماند وزیران تېره اوونۍ د ولسي جرګې لخوا رد شوه او جرګې تایید کړه چې رد شوي نوماندان باید خپلو کورونو ته ستانه شي او ولسمشر دې د دوی پر ځای نور کسان د نوماند وزیرانو په توګه معرفي کړي.

د مشرانو جرګې غړو له رنګینې حمیدي څخه د «پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت» د څرنګوالي په اړه پوښتنې وکړې او دغه کار یې د دولت او خلکو تر منځ د واټن د رامنځته کېدو لامل وباله او ټینګار یې وکړ چې دغه معینیت باید د پخوا په څېر د پوهنې وزارت په چوکاټ کې فعالیت وکړي.

حمیدي وویل، د اسلامي زده کړو معینیت نه دی لرې شوی خو داسې تصمیم شته چې دغه اداره په وزارت کې پر یوه فعاله مرجع بدله شي.

هغه زیاته کړه: ((هغه کارکوونکي چې په دولتي ادارو کې کار کوي یو شمېر یې دولت ته وفادار نه دي او په مغرضانه توګه یې دغه موضوع رسنیزه کړه، معینیت هېڅکله نه دی لرې شوی او د موجوده طرحې له مخې په یوه فعاله اداره تبدیلېږي.))

د هغې په خبره، د تازه طرحې له مخې د اسلامي زده کړو معینیت پر فعالیت سربېره د اهل سنتو او اهل تشیع د عالمانو کمېټه جوړېږي چې د پوهنې وزارت د اسلامي فعالیتونو څارنه وکړي څو د دارالعلومو، دارالحفاظونو او ثانوي مدرسو د تدریس کیفیت ښه شي.

نوموړې په داسې حال کې چې ولسي جرګې یې د پوهنې وزارت لپاره نوماندي رد کړې وویل، که په دغه وزارت کې پاتې شي پراخ اصلاحات به رامنځته کړي.

هغې وویل: ((پخوا په پوهنې وزارت کې اووه رزه سلاکارانو په لوړو معاشونو دندې ترسره کولې چې اوس شاوخوا ۱۲۰ سلاکاران لرو چې لوړ معاشونه لري، خو له تېرو پنځو میاشتو راهیسې چې زه په دغه وزارت کې د سرپرست په توګه دنده ترسره کوم یو مې ونه لید، پوهنې وزارت بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا لري.))

نوموړې زیاته کړه: ((زه یوازې تصمیم لرم چې درې میاشتې سلاکار ولرم، که وزیر په سلاکارانو تکیه وکړي هغه وزیر نه دی.))

حمیدې وویل، تصمیم لري چې راتلونکي کال ته ټول قراردادي ښوونکي د رسمي ښوونکو په توګه وټاکي څو د ښوونکو د کمښت ستونزه حل شي.

هغې د کوم ښوونځي له نوم اخیستو پرته وویل، د کابل په یوه ولسوالۍ کې داسې ښوونځی شته چې ۴۰۵ زده کوونکي او یو ښوونکی لري.

حمیدې د ښوونځیو د کتابونو د کمښت په اړه وویل، اوس مهال د وزارت په ګدام کې درسي کتابونه شته چې مخکې د نامعلومو عواملو په اساس نه دي وېشل شوي خو راتلونکي تعلمي کال یې وېشل پیلېږي.

هغې وویل: ((پنځه کال مخکې پوهنې وزارت د ۷۵ میلیون ډالرو په ارزښت د کتابونو د چاپ تړون له یونیسف سره لاسلیک کړ خو عملي شوی نه و، که مو د دسمبر میاشتې تر ۳۱ مې دغه تړون نه وای عملي کړی نو ۷۵ میلیون ډالر مو له لاسه ورکول، اوس مو له درېیو بهرنیو کمپنیو سره تړون کړی او په نږدې راتلونکي کې به کتابونه افغانستان ته را ورسېږي.))

حمیدې په دې اړه چې ولې ولسي جرګې رد کړه وویل: ((۱۱۴ رایې چې ما ترلاسه کړې پاکې رایې وې، ما له هېچا سره ژمنه نه وه کړې او پیسې هم نه لرم چې ور یې کړم، خو د رد کېدو یوازینی لامل مې دا و چې زه فشارونو ته تسلیم نه شوم.))

حمیدې له جزیاتو پرته ادعا وکړه چې یو شمېر کسانو ولسي جرګې ته د خپلو پرګرامونو له وړاندې کولو مخکې پر دې فشار راوړ چې ناقانونه کسان جذب کړي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وویل، د جرګې وړاندیز دادی چې د اسلامي زده کړو معینیت لرې نه شي او بېرته احیا شي.

نوموړې هیله مندي ښکاره کړه چې ولسي جرګه د حمیدې د رد په اړه بیا کتنه وکړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version