ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار کانال باغونو څخه به سږکال ۱۹ سوه ټنه مالټې راټولې شي

7 Dec 2020 - 17:06
7 Dec 2020 - 17:06

جلال اباد (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۹۹): د ننګرهار حکومتي مسوولين وايي، اټکل کېږي چې سږکال به د بټي کوټ د مالټو له باغونو څخه ۱۹سوه ټنه مالټې راټولې او له پاکستان څخه به د مالټو د واردولو مخه تر ډېره ونيول شي.

د ننګرهار کانال اړوند په ۶۱۰ هکټاره ځمکه باندې د مالټو باغونه جوړ شوي او مسولين وايي، د حاصلاتو د لا زياتوالي په موخه يې تازه په ۴۳ هکټاره ځمکه باندې د مالټو نوي باغونه جوړ کړي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لېندۍ په ۱۷مه پژواک اژانس ته وويل، سږکال د کانال ادارې د مالټو باغونو ښه حاصل ورکړی چې د تېر کال په پرتله په کې زياتوالی راغلی دی.

دی زياتوي، اټکل دی چې د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې له ۶۱۰ هکټاره باغونو څخه ۱۹سوه ټنه مالټې راټولې او بازار ته وړاندې شي.

نوموړي دا هم وويل، چې د کانال ادارې ته پاملرنه او پر وخت د مالټو باغونو ته د سرې او نورو کيمياوي درملو ورکړه د دې سبب شوې چې ننګرهار کې د مالټو حاصلات زيات شي.

دی هغه د معلوماتو له مخې، د مالټو د حاصلاتو راټولولو او خرڅلاو چاره خصوصي سکټور ته په قرارداد ورکړل شوې چې هم په کې خلکو ته د کار زمينه برابره شوې او هم د عوايدو د فرار او فساد مخه نيول شوې ده.

بلخوا د مالټو قرارداديان وايي، د زورواکو او غلو موجوديت دوی ته اقتصادي زيان اړولی او وايي، وسله وال غله او ټوپک لرونکي زورواکي له دوی څخه په زوره مالټې وړي.

د مالټو قراردادي نقيب الله وايي: ((والله دې زورواکو او غلو نه په تنګ يو، د ورځې مالټې وړي او د شپې هم، په زوره يې هم وړي او په غلا هم ، زورواکي دي وسله وال کسان ورسره وي، زموږ د چوکيدارانو پرې وس بر نه دی.))

د مالټو قرارداديانو غوښتنه وکړه چې امنيتي سرتېري بايد د شپې له خوا په فارمونو کې ګزمې وکړي چې د غلو مخه ونيسي.

د مالټو يو بل قراردادي اول ګل وايي، که پوليس د شپې له خوا ګزمې ووهي نو د غلو مخه به په اسانۍ ونيول شي.

په همدې حال کې د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي، د امکان تر کچې هڅه کېږي چې د باغونو ساتنه وکړي او مالټې خوندي وساتل شي، ځکه وايي، اوس دا د خلکو مال دی او د حکومت دنده ده چې ساتنه يې وکړي.

ننګرهار کې د مالټو باغونو مخينه څو لسيزې وړاندې ته رسېږي چې يو وخت يې حاصلات تر نورو هېوادونو هم انتقالېدل.

Views: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version