ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر کابل پوهنتون بريد کې د لاس لرونکو پنځو کسانو په اړه معلومات خپاره شول

9 Dec 2020 - 16:34
9 Dec 2020 - 16:34

کابل (پژواک، ١٩ لېندۍ ٩٩): د ولسمشر لومړي معاونيت، د ملي امنيت رياست په همکارۍ پر کابل پوهنتون په بريد کې د لاس لرلو په تور د پنځو نيول شوو کسانو اعترافات خپاره کړي دي.

يوې ډلې وسله والو د تېرې لړم مياشتې په ١٢مه نېټه د کابل پوهنتون د حقوقو پر پوهنځي ډله ييز بريد وکړ چې له څو ساعتونو جګړې وروسته د يوشمېر محصلينو ترڅنګ په کې درې بريدګرهم ووژل شول.

د کورنيو چارو وزارت هغه مهال ويلي وو چې په دغه بريد کې ١٩ کسان وژل شوي او ٢٢ نور ټپيان شوي، حکومت د دغه بريد مسووليت پر طالبانو اچولى و، خو وروسته یې مسوولیت داعش ډلې پر غاړه واخيست.

د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح اوس د کابل د امنيت چارې په لاس کې اخيستې او هر سهار د شپږ نيمو بجو امنيتي ناستې کوي.

هغه له ياد بريد وروسته د هرې ورځې په ناسته کې د کابل پوهنتون د بريد په اړه د څېړنو او پرمختګونو په اړه معلومات هم خپروي.

امرالله صالح تازه د ملي امنيت رياست په همکارۍ د هغو پنځو کسانو نومونه، عکسونه، معلومات او اعترافات خپاره کړي چې پر کابل پوهنتون بريد کې يې لاس درلود.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په نيول شوو کسانو کې ٢٤ کلن، محمد عادل د محمد عارف زوى د پنجشېر ولايت اوسېدونکى، ٢٥ کلن خدابخش د پنجشېر ولايت اوسېدونکى، ٢٠ کلن اظهار الدين د کابل ښار د ٢١مې ناحيې د څرخي پله سيمې اوسېدونکى، ٢٤ کلن مبين د کابل د بګراميو ولسوالۍ اوسېدونکى او ٢٨ کلن عبدالکبار د پنجشېر ولايت اوسېدونکي دي.

د نيول شوو کسانو په اړه معلومات او د هغوى اعترافات:

١-: محمد عادل: نوموړى د ملي امنيت له خوا د لړم په ٢١مه د کابل ښار په دوولسمه ناحيه کې نيول شوى، ده پر کابل پوهنتون د بريد وړانديز او طرحه جوړه کړې وه، بيا يې له سيمې ليدنه کړې وه، د بريدګرو ټاکنه او له بريد دوه ورځې مخکې له بريدګرو سره د خداى پامانۍ ويډيو اخيستل.

هغه په خپلو اعترافاتو کې ويلي چې د محمد په نوم د ننګرهار ولايت د يوه اوسېدونکي چې د داعش د ترور ډلې مشر و، اړيکې لرلې، هغه ورته په سوريه کې د داعش د يوه مشر ابو ابراهيم خليفه غږ اورولى و چې نوموړي په يو شمېر هېوادونو کې د بريدونو سپارښتنه کړې وه.

هغه زياته کړې: “د همدې غږ په رڼا کې مې محمد ته پر کابل پوهنتون د بريد وړانديز ورکړ چې د هغه له خوا ومنل شو، بيا مو پلان جوړ کړ او له محمد او ابو انس الپنجشيري چې په بريد کې يې عملاً لاس درلود، څو ځلې پوهنتون ته ولاړو او امنيتي حالت مو وارزاوه، هلته امنيتي ساتونکو د خلکو څېرو ته په کتلو تلاشي کوله، د ځينو يې بېخي نه کوله، دا چې انس په قواره کې ښه و، نو هغه مو د بريد لپاره وټاکه.”

هغه زياته کړې چې د ننګرهار اوسېدونکي محمدي د دغه بريد لپاره ټول امکانات ورته برابر کړل، له بريد دوه ورځې مخکې د کابل د دوولسمې ناحيې د بتخاک په سيمه کې په يوه کور کې یې د بريدګرو د خداى پامانۍ مراسم ونيول او ويډيو يې جوړه کړه.

عادل په خپلو اعترافاتو کې ويلي چې انس پنجشېري د کابل د دشت برچي پر روغتون له بريدګرو سره يوځاى پوځي زده کړې کړې وې.

د ولسمشر د لومړي معاونيت دفتر ويلي چې د دغو کسانو د اعترافاتو په پايله کې په کابل کې د ترهګرو پر درېيو مرکزونو عمليات ترسره شول چې په پايله کې يې ٧٧ ډوله بېلابېل توکي ترلاسه شول.

سرچينې زياته کړې، نيول شوو په خپلو اعترافونو کې ويلي چې له دې وروسته يې د ګڼ شمېر نورو بريدونو پلان هم درلود.

د ملي امنيت لوى رياست ويلي چې محمد عادل په ننګرهار کې د پاکستان وسله والې ډلې لشکر اسلام د غړيتوب ترڅنګ په کابل کې د داعش د (ښاري جګړې) برخې غړيتوب ترلاسه کړ، په کابل کې يې د ګن شمېر پوليسو په ترور او نورو امنيتي پېښو کې لاس درلود.

٢: خدابخش، د پنجشېر ولايت اصلي اوسېدونکى او اوس مهال د کابل د اتمې ناحيې د سرتپې سيمې اوسېدونکى دى، هغه د داعش ډلې غړيتوب لري، په شاه شهيد او ارزان قيمت سيمو کې د څلورو کسانو په تښتولو کې يې هم لاس درلود.

٣-: د کابل د بګراميو ولسوالۍ اوسېدونکى مبين، خپل کور بريدګرو ته په جعلي اسنادو په کرايه ورکړى و.

٤-: عبدالکبار مشهور په سهيل، دى هم د داعش ډلې غړى دی او له دې مخکې د څلورو کسانو په تښتونو کې يې لاس درلود.

نوموړي محمد عادل ته په خپل کور کې ځاى ورکړى و او نورو بريدګرو ته يې نظامي درېشۍ، بوټان، جمپر او نور وسايل برابر کړي وو.

٥-: اظهار الدين، د ده په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version