ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: نړیواله ټولنه دې د تاوتریخوالي ختمولو لپاره د افغان ولس غوښتنې ملاتړ وکړي

16 Dec 2020 - 09:29
16 Dec 2020 - 09:29

کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ٩٩): ولسمشر محمد اشرف غني وایي، حکومت د سولې په پروسه کې ملي اجماع رامنځته کړې، نو اوس نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې د تاوتریخوالي ختمولو لپاره د افغانانو د غوښتنې هر اړخیز ملاتړ وکړي.

د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې شاوخوا درې میاشتې مخکې په دوحه کې پیل شوې او یادو ټېمونو له شاوخوا ۸۰ ورځو وروسته یوازې د خبرو پر طرزالعمل توافق کړی او اوس د خبرو پر اجنډا کار کوي.

دوه ورځې وړاندې د دولت او طالبانو مذاکراتي ټېمونو اعلان وکړ چې د سولې خبرو اجنډا په اړه د دواړو لورو پر وړاندیزونو د ډېرو مشورو لپاره درې اوونۍ وروسته خبرې بیا پیلوي.

له ارګه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون مازدیګر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینس سره په ارګ کې وکتل.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د سولې پروسې، د تاوتریخوالي پای ته رسولو پر اړتیا او اوربند او له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو د مرستو پر غوره انسجام خبرې وکړې.

په کتنه کې ولسمشر  د دایمې اوربند او سولې  د ټېنګښت لپاره د افغان ولس غوښتنې ته په اشارې ویلي: «د تاوتریخوالي زیاتوالی په هېڅ راز موږ ته د منلو نه دی.»

ولسمشر ویلي، د افغانستان دولت د سولې په پروسه کې ملي پیاوړې اجماع رامنځته کړې، نو نړیواله ټولنه باید د تاوتریخوالي ختمولو په خاطر زموږ د خلکو د برحقې غوښتنې هر اړخیز ملاتړ وکړي.

ولسمشر همدارنګه ویلي چې په کابل کې د یونسېف او روغتیا نړیوال سازمان (WHO) دفترونه دې د کرونا ویروس مبارزې استعجالیت او بېړنیو حالاتو ته په پام خپلې ژمنې د افغانستان د روغتیایې سیستم د پیاوړتیا او له کرونا ویروس دویمې څپې سره د اغېزناکې مبارزې په موخه ترسره کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مېرمن دیبورا لاینس دوحې ته د خپل وروستي سفر جزئیات له ولسمشر سره شریک کړي او ویلي یې دي چې باید په افغانستان کې جنګ او تاوتریخوالی پای ته ورسېږي او د سولې پروسه مثبتې پایلې ولري.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version