ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اريوبي: تېرو ۱۷ کلونو کې ۱۰۰زره خیالي کسانو د شهیدانو او معلولینو وارثانو امتیازات ترلاسه کړي

20 Dec 2020 - 10:16
20 Dec 2020 - 10:16

کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۹۹): د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې هر کال د شهیدانو او معلولینو تر ۳۰زره ډېر وارثان د امتیاز اخیستو لپاره له دغه وزارت سره ثبتېږي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې تر ۱۰۰ زرو ډېرو خیالي کسانو د شهیدانو او معلولینو د وارثانو امتیازات اخیستي دي.

د شهیدانو او معلولینو وارثانو ته امتیازاتو د نه ورکولو په تړاو د مشرانو جرګې د یو شمېر غړو له اندېښنو وروسته نن د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر د ځواب ورکولو لپاره د مشرانو جرګې عمومي ناستې ته ور بللی و.

د مشرانو جرګې څو غړو وویل، د دې خلکو ستونزو ته باید رسېدنه وشي او د قانون مطابق باید په ادارو کې ورته د کار زمینه برابره شي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین اریوبي وویل، د دغه وزارت د ټاکل شوي پلاوي د څېړنو په پایله کې روښانه شوې چې تر ۱۰۰زرو ډېرو کسانو په داسې حال کې د شهیدانو او معلولینو د وارثانو کارتونه اخیستي چې یاد کسان په شهیدانو او معلولینو پورې تړاو نه لري.

هغه زیاته کړه چې یادو کسانو په تېرو ۱۷ کلونو کې په دې نوم چې ګواکې د شهیدانو او معلولینو وارثان دي، امتیازات ترلاسه کړي دي.

د وزیر په خبره، د یادو کسانو په پېژندو سره هر کال تر پنځه میلیارد ډېرې افغانۍ سپمېدلې دي.

اریوبي زیاته کړه، هره ورځ تر ۱۰۰ ډېر او هر کال له ۳۰زرو ډېر کسان په دغه وزارت کې د شهیدانو او معلولینو د وارثانو په توګه ثبتېږي.

هغه زیاته کړه: ((موږ د بودجې له کمښت سره مخ یو، په ۱۳۹۶ کال کې د دې ادارې لپاره ۱۵.۵ افغانۍ بودجه ورکړل شوې وه، خو په ۱۳۹۹ کال کې چې د شهیداتو او معلولینو ۱۰۰زره وارثین زیات شوي، ۱۳ میلیارده افغانۍ بودجه ورکړل شوې ده.))

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د شهیدانو او معلولینو د ټولو هغو وارثانو چې د دغه وزارت له خوا تایید شوي معاشونه ورکړل شوي خو هغو کسانو ته معاشونه نه ورکول کېږي چې د کمېسیون له خوا رد شوي دي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر وویل: ((د پلاوي هره څېړنه دې مشخصه کړي چې یو کس رښتیا هم د شهیداتو او معلولینو وارث دی، سربېره پر دې چې د روان کال امتیازات ورکول کېږي، د تېر کال له امتیازاتو به هم برخمن شي.))

هغه زیاته کړه، دغه وزارت ژمن دی چې په هېڅ وجه جعلي کارتونو او د شهیدانو او معلولینو خیالي وارثانو ته امتیازات نه ورکوي.

د وزیر د معلوماتو له مخې، د شهیدانو او معلولینو وارثانو ارزونه چې په ۷۲ مرحلو کې ترسره کېده، ۱۲ مرحلو ته راکمه شوې او د شهیدانو او معلولینو وارثه کورنۍ کولای شي په یوه ورځ کې د خپلو امتیازونو کارت ترلاسه کړي.

هغه نننۍ ناستې ته وویل، د دې طبقې لپاره لس کلنه ستراتیژي تیاره شوې چې د کابینې له تصویب وروسته به تطبیق شي او په عملي کېدو به یې د شهیدانو او معلولینو د وارثانو ټولنې ستونزې حل شي.

هغه په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل او ویې ویل، راتلونکې اوونۍ به یې کابینې ته سند وړاندې کړي.

نوموړي په دولتي ادارو کې د شهیدانو او معلوملینو د وارثانو د جذب په اړه وویل چې تر اوسه سلګونه کسان په ادارو کې جذب شوي او دغه بهیر دوام لري.

هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، د معلولینو اړوند د غرفو د ځای پر ځای کولو موضوع یې له بېلابېلو ادارو سره شریکه کړې او هیله من دی چې یاده ستونزه حل شي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version