ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شېرزی: یوه ځانګړې کړۍ په کندهار کې د قومونو تر منځ تفرقه اچوي

20 Dec 2020 - 17:32
20 Dec 2020 - 17:32

کندهار (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۹۹): د کندهار قومي مشر ګل اغا شېرزی وايي، یوه ځانګړې کړۍ په دې ولایت کې د قومونو تر منځ تفرقه اچوي او وروستۍ ناامنۍ هم له همدې امله دي، خو دوی اجازه نه ورکوي چې دغه کړۍ خپلې دې موخې ته ورسېږي.

نوموړي دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وکړې چې نن د لېندۍ په ۳۰مه په کندهار ښار کې جوړه شوې وه او سلګونو قومي مخورو، ځوانانو او مېرمنو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د ویناوالو خبرې تر ډېره کندهار ته د ولسمشر د وروستي سفر، سولې او د کندهار د خلکو پر حق غوښتلو ورټولې وې.

غونډې ته د کابینې مخکیني غړي، مخکیني والي او قومي مشر ګل اغا شېرزي وویل، مرکزي اداره په کندهار کې د یوې ځانګړې کړۍ په وسیله د قومونو تر منځ نفاق اچوي او په قصدي توګه ناامني جوړوي.

هغه په دې برخه کې د کندهار والي حیات الله حیات ته اشاره وکړه چې په تېر کې یې په څو ولایتونو کې د خپل ماموریت پر مهال ورته کړنې ترسره کړې دي.

خو ده وویل، د کندهار ټول مشران او قومونه یو دي او چا ته به اجازه ور نه کړي چې خپلو دغې موخې ته ورسېږي.

نوموړي کندهار ته د ولسمشر د وروستي سفر یادونه وکړه او ویې ویل، همدې ځانګړې کړۍ د کندهار رښتیني مشران او مخور پرېنښودل چې له هغه سره وګوري او هغه ته واقعیتونه ووايي، بلکې برعکس هغه کسان یې وربللي وو چې د ده ستاینې وکړي.

شېرزی پر سوله هم و غږېد، پر وسله والو طالبانو، حکومت او بهرنیو ځواکونو یې غږ وکړ چې په کندهار کې دې وینې تویول بند کړي.

د ده په خبره، سوله چې په هره بیه راځي، نو دوی یې هرکلی کوي.

هغه له وسله والو وغوښتل چې راشئ په سیمه ییزه کچه هم سوله وکړو، ځکه د ولسوالیو خلک سخت ځپل شوي، په دې یخ ژمي کې له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ شوي او له یوه دردناک حالت سره مخامخ دي.

غونډې ته د ولسي جرګې پخواني غړي حمیدزي لالي په خپله وینا کې وویل، ولسمشر او حکومت باید له هغو نظامي مسوولینو تحقیق او څېړنه وکړي چې د کندهار په ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي او میوند کې یې امنیتي پوستې له جګړې پرته طالبانو ته پرېښودلې.

هغه زیاته کړه، دا ملي خیانت دی، هغه کسان باید وپېژندل شي او سزا وویني چې د کندهار د وروستۍ ناامنۍ عاملین دي.

ده که څه هم په څرګنده د چا نوم وانخیست، خو ویې ویل، د کندهار په ناامنۍ کې د هغو لاس دی چې موقت حکومت غواړي، په دې توګه هغوی غوښتل موجود نظام ضعیف کړي.

خو ده د کندهار د امنیه قوماندان ستاینه وکړه چې دغه دسیسه یې شنډه کړه.

لالي هم د کندهار پر اوسني مشرتابه نیوکه وکړه چې د دې ولایت قومي مشران یې له ولسمشر سره لیدلو او ستونزو شریکولو ته پرېنښودل.

نوموړي له مرکزي ادارې د کندهار خلکو ته د هغوی د حقونو ورکولو او د سولې په بین الافغاني مذاکراتو کې د سوېلي زون مشرانو ته پر برخې ورکولو ټینګار وکړ.

ده وویل، د کندهار ولس او مشران داسې سوله نه غواړي چې سوېلي زون او یا کومه بله ځانګړې جغرافیه وسله والو طالبانو ته وسپارل شي، بلکې سوله باید له معاملو پاکه وي.

د کندهار یوه بل مشر یونس فکور وویل، ولسمشر باید د ځانګړو کړیو له انحصاره ځان وباسي څو له حقایقو خبر شي او بحران مدیریت کړای شي.

غونډې ته د ولایتي شورا څو تنو غړو او ځینو نورو مخورو هم خبرې وکړې او ټولو یو شان ګیله کوله چې کندهار کې د ولسمشر د سفر پر مهال هر څه داسې ډیزاین شوي وو چې د دې ولایت رښتیني مشران د ولسمشر له لیدلو او له هغه سره د واقعیتونو له شریکولو لرې وساتل شول.

دغه راز هغوی یادونه کوله چې سوېلي زون او کندهار په هر ډول ترینګلي حالاتو کې په ټاکنو کې برخه اخیستې او اوسني زعامت ته یې رایه ورکړې، هغوی باید د دې سیمې د اوسېدونکو حقوق ورکړي.

د غونډې په پای کې یو څو ماده ییز پرېکړه لیک هم وړاندې شو چې په کې د امنیتي ځواکونو ننګه شوې وه او یادونه شوې وه چې د کندهار اوسېدونکي او مشران له مرکزي ادارې څخه ځکه ناخوښه دي چې د هغوی حقوق یې نه دي ورکړي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو ولس به جدي تصمیم ونیسي.

په پرېکړه لیک کې راغلي و چې د سوېلي زون ولس او مشران د هغو هڅو تایید کوي چې په سیمه ییزه کچه پیل او سرتاسري سولې ته ورسېږي، د تېرو کلونو لاسته راوړنې، بیان ازادي، د اتباعو حقوق په کې ساتل شوي وي، خو د سولې په بین الافغاني مذاکراتو کې د لوی کندهار د مشرانو پر حضور ټینګار شوی و.

دغه راز په پرېکړه لیک کې راغلي و چې خلک له مرکزي ادارې څخه ځکه ناخوښ دي چې د ولسونو تر منځ تفرقه اچوي، خو د کندهار مشران اجازه نه ورکوي چې هغوی دې موخې ته ورسېږي.

د دې تر څنګ په پرېکړه لیک کې دا هم راغلي و چې کندهار ته د ولسمشر تر راتګ دوه ورځې مخکې امنیت شورا ته له ولسمشر سره د لیدلو لپاره د دې ولایت د رښتینو مشرانو لړلیک ورکړل شوی و، خو له بده مرغه یوې مغرضانه کړۍ د هغوی پر ځای خپلو کسانو ته له ولسمشر سره د لیدلو فرصت برابر کړ.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version