ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار محبس او تورخم ګمرک مديران څارنوالۍ ته معرفي کېږي

21 Dec 2020 - 15:54
21 Dec 2020 - 15:54

جلال اباد (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۹۹): د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، د ننګرهار محبس او په دغه ولايت کې د تورخم ګمرک مديرانو په ګډون به د يادو ادارو د ۲۴ مسوولينو د فساد دوسيې ژر تر ژره جوړې او څارنوالۍ ته به ور وپېژندل شي.

د ولسي جرګې د مرکزي تفتيش يو پلاوى چې د جرګې د غړي شاهپور خان حسن زوی په مشرۍ يې ننګرهار کې د ۹ ادارو څېړنه پيل کړې، د ننګرهار محبس او تورخم ګمرک په تړاو يې د خپلو بشپړو شوو څېړنو راپور ورکونې پر مهال دا څرګندونې وکړې.

د دغه پلاوي مشر او غړو يې محمد ابراهيم غښتلي، رسول خان کوچي، انيسې عمراني او سريا اکبري په همدې تړاو د مرغومي په لومړۍ نېټه په جلال اباد کې خبري کنفرانس ورکړ.

د پلاوي غړي محمد ابراهيم غښتلي وويل، دوی د تورخم ګمرک او ننګرهار محبس په تړاو خپلې څېړنې بشپړې کړې، په څلورو مواردو کې يې د تورخم ګمرک او څلورو مواردو کې يې د ننګرهار محبس فساد را سپړلی دی.

هغه زياته کړه: ((د تورخم ګمرک لومړی تله کومه چې ماليې وزارت جوړه کړې او ميليونه افغانۍ پرې مصرف شوي، قانوني مشکل هم نه لري، بيا هم بنده ده، ډېر واردات بې محصوله راځي، درېيم د ګودام ۷۰ سلنه وسايل ويجاړ شوي او څلورم د سکن يو شمېر ماشينونه چې جوړ هم دي، خو د فساد په خاطر يې نه فعالوي.))

غښتلي وويل، په ننګرهار محبس کې يو شمېر زندانيانو د زندان موده پوره کړې خو بيا هم نه دي ازاد شوي، نشه يي توکي په اسانۍ خرڅېږي، زندانيانو ته په ښه شکل نه روغتيايي امکانات برابرېږي او نه هم د شرطپاڼې مطابق خواړه ور رسېږي.

د ولسي جرګې دغه غړی وايي، يادو مواردو ته په کتو يې د ننګرهار محبس د عمومي مدير سمونوال محمد شفيق فاروقي په ګډون اته مسوولين او د تورخم ګمرک د عمومي مدير روح الله نظري په ګډون د دغې ادارې ۱۶ مسوولينو دوسيې جوړې شوې او ډېر ژر به څارنوالۍ ته د نورو څېړنو په موخه ولېږل شي.

د ولسي جرګې د مرکزي تفتيش د دغه هيئت مشر شاهپور خان حسنزوی وويل، دوی يوازې همدومره مسووليت درلود چې دوسيې يې چمتو او څارنوالۍ ته ولېږي خو غوښتنه يې وکړه چې څارنوالۍ يادې دوسیې په بې طرفۍ وڅېړي او ياد کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

هغه زياته کړه، پر دې دوو ادارو سربېره يې د جلال اباد ښاروالۍ، کانال ادارې او ترانسپورټ هم څېړنې پيل کړې خو لا هم دوام لري.

بلخوا د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل له پژواک سره خبرو کې د ولسي جرګې يادو غړو د دې څېړنې هرکلی وکړ او ډاډ يې ورکړ چې اداراتو کې د فساد په تړاو د هر شخص او هر ارګان څېړنو ته به ځانګړې پاملرنه کېږي.

دى وايي: ((وکيل صاحبانو چې کوم معلومات راټول کړي، زه يې په نېک فال نيسم او ان شاءالله ژمنه مې دا ده چې هغه به لا نور هم زموږ مبارزه غښتلې کړي او موږ به په دې برخه کې لا نور هم کار وکړو.))

د يادولو ده، نږدې مياشت وړاندې هم د تورخم ګمرک له لسو زيات کار کوونکي د کورنيو چارو وزارت د درنو جرمونو ځانګړو ځواکونو له لوري د فساد په تور نيول شوي وو.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version