ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د موټرو ټکر له امله اووه کسان مړه شوي

22 Dec 2020 - 11:59
22 Dec 2020 - 11:59

هرات ښار (پژواک، ٢ مرغومی ٩٩): د هرات حکومتي چارواکي وایي چې د هرات ـ رباط سنګي پر لویه لار ترافیکي پېښه کې اووه ملکي وګړي مړه شوي دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزي وویل چې تېر ماښام د هرات- رباط سنګي پر لویه لار د فيلډر او ټېلر موټرو ټکر له امله اووه کسان مړه شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په مړه شوو کې دوه ماشومان، درې ښځې او دو سړي شامل دي چې جسدونه یې د هرات حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.

د یادونې ده، تېره ورځ هم د هرات ـ پشتون زرغون ولسوالۍ پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان ټپیان شوي وو.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version