ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي دسترخوان پروګرام له لارې له ۲۰زره بېوزلو کورنیو سره مرسته شوې ده

22 Dec 2020 - 09:36
22 Dec 2020 - 09:36

کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۹۹): د کلیو پراختیا وزارت وایي چې د ملي دسترخوان پروګرام له لارې ترې دې مهاله تر شل زرو ډېرو بېوزله کورنیو سره بشردوستانه مرستې شوې او ټاکل شوې تر راتلونکو درېیو میاشتو یې لومړی پړاو په ټول هېواد کې پلی شي.

د پژواک د یوه راپور له مخې، ولسمشر محمد اشرف غني د جنګاښ په ۲۹مه نېټه د «ملي دسترخوا» پروګرام پرانیست او ویې ویل چې د دغه پروګرام له لارې د ۲۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت لومړني خوراکي توکي خلکو ته وېشل کېږي.

ولسي جرګې د روان کال د جنګاښ په ۳۱مه یاده برنامه رد کړه؛ خو حکومت ونه مانه او د هغه پر پلي کېدو یې ټینګار وکړ.

د کلیو پراختیا وزارت سرپرست مجیب الرحمن کریمي نن په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل، په لومړي پړاو کې د ملي دسترخوان پروګرام دوې اونۍ وړاندې په ټول هېواد کې پیل شو، تر دې مهاله ٢٠١٤٠ کورنیو ته خوراکي او روغتیایي توکي وېشل شوي دي.

ده زیاته کړه، هغه مرستې چې په دې پړاو کې د کورنیو لپاره په پام کې نیول شوې، اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، نخود او صابون په کې شامل دي چې د څلو زرو افغانیو معادل دي.

نوموړي وویل چې په ځینو سیمو کې د یادو مرستو د بیو لوړوالي په صورت کې او په نظر کې نیول شوو پیسو ته په پام سره د هرې کورنۍ لپاره به له وریجو او اوړو یو هغه یې ټاکل کېږي.

کریمي ډاډ ورکړ چې د ملي دسترخوان لومړی پړاو به تر راتلونکو درېیو میاشتو په ټول هېواد کې تطبیق شي.

هغه زیاته کړه: «د ملي دسترخوان په لومړي پړاو کې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ۱۲۳ ولسوالیو ۱۲۸۹۶ کلي شامل دي او ټاکل شوې چې ۱.۸۶ میلیونه کورنۍ ترې برخمنې شي. د دغه پروګرام د لومړي پړاو لګښت شاوخوا ۸۶ میلیونه ډالره دی چې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي.»

د کلیو پراختیا وزارت سرپرست یادونه وکړه چې د ملي دسترخوان پروګرام به د لومړي پړاو له بشپړېدو وروسته دویم پړاو ته دننه کېږي چې په هغه کې د هېواد د ۳۴ ولایتونو له ۲۳۵ ولسوالیو څخه ۲۰۳۹۷ کلي د بشردوستانه مرستو تر پوښښ لاندې نیول کېږي.

هغه زیاته کړه: «ټاکل شوې د ملي دسترخوان په دویم پړاو کې ۲.۵ میلیونه کورنۍ تر پوښښ لاندې ونیول شي.»

د نوموړي په وینا، د بې سرپرسته کورنیو معلومول او نوملړ جوړول، له سیمې د مرسته کېدونکو توکو پېر او وېش، د ګومارل شوو ولسي شوراګانو کمېټو تر څار لاندې د کلیو پراختیایي شوراګانو پر غاړه دی او د کلیو پراختیا وزارت او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، له پراختیایي شوراګانو سره په تخنیکي برخه کې مرسته کوي.

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version