ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار ښار کې دوه کسان وژل شوي

23 Dec 2020 - 15:42
23 Dec 2020 - 15:42

کندهار (پژواک، ۳ مرغومی ۹۹): کندهار ښار کې په دوو جلا هدفي بریدونو کې د ملي امنیت یو کارکوونکی او د هلمند د ۲۱۵ قول اردو د مخکني قوماندان سکرتر وژل شوي دي.

لومړۍ پېښه نن سهار د کندهار ښار د ۹مې امنیتي حوزې په ساحه کې مسلم مارکېټ ته نږدې رامنځته شوه.

یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو نن سهار د ملي امنیت یو کارکوونکی هغه مهال پر ډزو وواژه چې دندې ته پر لاره و.

د سرچینې په وینا، برید کوونکي له برید وروسته تښتېدلي دي.

وژل شوی کس د تخته پُل د مخکني ولسوال محمود اڅکزي زوی دی او دا په تېرو څو میاشتو کې د نوموړي دویم ځوان زوی دی چې په هدفي برید کې وژل کېږي.

په یوه بل هدفي برید کې بیا د هلمند د ۲۱۵ قول اردو د مخکني قوماندان سکرتر وژل شوی دی.

امنیتي سرچینه وايي، د کندهار ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې په ساحه کې حکمت پټرول پمپ ته څېرمه د هلمند د ۲۱۵ قول اردو د مخکني قوماندان سکرتر نن غرمه په یوه هدفي برید کې ووژل شو.

دا د هدفي وژنې دویمه پېښه ده چې یوازې نن په کندهار ښار کې رامنځته کېږي.

د دغو دواړو بریدونو مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

په کندهار کې تر دې مهاله په ورته هدفي بریدونو کې سلګونه نظامي چارواکي او کارکوونکي، قومي مخور، مېرمنې او ځوانان په نښه شوي او وژل شوي دي.

Views: 21

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version