دويم تعقيب- کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۹۹): د کابل پولیس وايي، د افغانستان ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) اجرائیوي مشر یوسف رشید په یوه وسله برید کې وژل شوی دی.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي چې دغه پېښه نن سهار د کابل ښار اوومې حوزې اړوند په چهلستون سيمه کې رامنځته شوه.
ده وویل، په دغه برید کې یوسف رشید وژل شوی او موټر چلوونکی یې ټپي دی.
هغه د موټر چلوونکي د روغتیا په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د کابل ښار په دوغ اباد سيمه کې د یوې چاودنې له امله پنځه کسان ووژل شول او دوه نور ټپیان وو.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی منلی.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن