ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې په درېیو چاودنو کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي

26 Dec 2020 - 11:18
26 Dec 2020 - 11:18

لومړی تعقیب- کابل کابل (پژواک، ۶ مرغومي ۹۹): نن سهار د کابل ښار په ځینو سیمو کې په درېیو چاودنو کې دوه امنیتي منسوبین وژل شوي او د دوو امنیتي منسوبینو او یوه ملکي وګړي په ګډون درې کسان ټپیان شوي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي چې نن سهار شاوخوا ۷ بجې د دغه ښار د شپږمې ناحیې اړوند د فیض محمد کاتب پر واټ پر یوه رينجر موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې ده.
هغه زیاته کړه چې په دې چاودنه کې دوه امنیتي منسوبین ټپیان شوي او روغتون ته وړل شوي دي.
پر همدې مهال د کابل په امنیې قوماندانۍ کې یوې سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، پژواک ته وویل، په هغې چاودنه کې چې نن سهار د شپږمې ناحیې اړوند وشوه، د لوړپوړو چارواکو ریاست د منسوبینو یو موټر موخه ګرځېدلی دی.
هغه وایي چې په دې چاودنه کې د رجال برجسته درې منسوبین ټپیان شوي دي.
فرامرز دغه راز وویل، نن شاوخوا ۹بجې د کابل ښار د درېیمې ناحیې اړوند په شهید څلورلارې سیمه کې هم د پولیسو پر یوه رينجر موټر د چسپکې ماین چاودنه وشوه.
د هغه په وینا، په دې چاودنه کې د پولیسو دوه منسوبین وژل شوي او یو ملکي کس ټپي شوی دی.
نوموړي دغه راز وویل چې نن سهار شاوخوا ۷ بجې د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند په چمن حضوري سیمه کې هم یو چسپکي ماین چاودېدلی خو مرګ ژوبله نه لري.
د یادو چاودنو مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار هدفي وژنې او د ماینونو چاودنې ډېرې شوې دي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version