ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کورنیو الوتنو کې ځنډ ته جریمه وضعه شوه

26 Dec 2020 - 13:16
26 Dec 2020 - 13:16

کابل (پژواک، ٦ مرغومى ٩٩): د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې عملياتي مرستيال وايي چې د يوه نوي طرزالعمل له مخې، هغه کورنۍ الوتنې چې ځنډېږي، اړوند هوايي شرکت به جريمه کېږي.

دا په داسې حال کې چې له تېرو څو کلونو راهيسې هغه مسافر چې په داخل کې ولايتونو ته سفرونه کوي، د الوتنو له ځنډېدو شکايت کوي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې عملياتي مرستيال امانزيب انصاري پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د خلکو شکايتونو په رڼا کې د الوتنو د ځنډ په تړاو طرزالعمل جوړ او جريمه وضعه شوه.

هغه زياته کړه، که چېرې يوه الوتنه يو ساعت ځنډېږي، نو سل زره افغانۍ جريمه کېږي او که له دې واوړي بیا پر هر ساعت ٢٥، ٢٥زره افغانۍ جريمه راځي.

د انصاري په وينا، که چېرې د الوتنې ځنډ له څلورو ساعتونو زيات شو، بيا به د نړيوالو قوانينو په رڼا کې مسافر هوټل ته لېږدوي او که چېرې د دغه ځنډ له امله مسافر په بل ولايت کې بله الوتنه له لاسه ورکوي، نو د هغې تاوان به هم ورکوي.

نوموړى وايي چې د الوتنې لغوه کېدو په صورت کې به اړوند هوايي شرکت مسافرو ته د هغه د ټکټ پيسې بېرته ورکوي.

د ملکي هوايي چلند ادارې عملياتي مرستيال د ټکټونو په نرخونو کې د کموالي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، کله چې په مارکېټ کې مسابقه زياته شي، بيې په خپله ټيټېږي.

د انصاري په وينا، په همدې موخه د باختر هوايي شرکت چې تر اوسه دوه الوتکې لري، نوى په فعاليت پيل کړى چې دا په خپله د بيو ټيټېدو کې رول ولوبوي.

خو هغه دا هم وويل چې دوى د الوتنو لګښتونو په اړه پر يو طرزالعمل کار پيل کړى چې د لګښتونو له سنجول کېدو وروسته به وکولى شي، هر ولايت ته جلا جلا د ټکټ نرخونه وټاکي.

ده زياته کړه چې تېره اوونۍ يې د يوې ځانګړې غونډې پر مهال چې په کې د هوايي چلند ادارې یو شمېر رییسانو، د اریانا او باختر افغان هوایي شرکت مسوولینو هم ګډون کړی و، د هوايي شرکتونو خدمات او فعالیتونه په مختلفو برخو کې تر څېړنې لاندې ونيول.

د هغه په وينا، په دې ناسته کې د هوایي شرکتونو اړوند بېلابېلو مسایلو په ګډون د کورنيو الوتنو د ټیکټ نرخونو، د الوتنو ځنډ د باختر افغان الوتکو پېرل، د تېلو خدمات، د ځمکې ترانسپورټ خدمات، د اریانا هوایي شرکت د الوتنې خوندیتوب او هغه دولتي ځمکې او نور دولتي امکانات چې د اریانا هوایي شرکت په واک کې دي او ګټه ترې نه اخلي، وڅېړل شول.

د انصاري په وينا، د هوایي چلند مسوولینو ته يې لارښوونه وکړه چې د ټولنې له اقتصادي وضعیت سره سم د الوتنې محلي نرخونه راکم کړي او د الوتنې خوندیتوب ريیس ته لارښوونه وشوه چې د اریانا هوایي شرکت د الوتنې خوندیتوب ښه کولو لپاره اړین اقدامات وکړي.

د يادونې ده، اوس مهال په هېواد کې له نړيوالو شرکتونو پرته، د دوو دولتي شرکتونو (آريانا او باختر) ترڅنګ د کام اير خصوصي هوايي شرکت فعاليت کوي.

Views: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version