ترينکوټ (پژواک، ۶ مرغومی ۹۹): باوري سرچینې وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د اروزګان د ګيزاب ولسوالۍ امنيه قومانداني پر بمونو الوځولې ده.
د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د مرغومي په ٦مه پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د شپې لس بجې هغه لغم (تونل) ته چاودنه ورکړې چې له تېرې څه مودې راهیسې يې د امنیې قوماندانۍ الوځولو لپاره ايستلی و.
سرچینه وايي، له چاودنې وروسته طالبانو پر قوماندانۍ ډله ييز بريد هم وکړ چې د شپې تر يوې بجې يې دوام درلود.
يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وویل چې په چاودنه او نښته کې درې پوليس وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د چاودنې او نښتې پر مهال د ولسوالۍ امنیه قوماندان شتون نه درلود، خو ملګرو ته يې مرګ ژوبله اوښتې.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، يوه میاشت وړاندې هم طالبانو دغې ودانۍ ته لغم (تونل) ايستلی و او تر رسېدو مخکې يې ورته چاودنه ورکړې وه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن