ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګې حکومت د خلکو امنیت ټینګښت کې ناکام وباله

27 Dec 2020 - 15:53
27 Dec 2020 - 15:53

کابل (پژواک،۷ مرغومی ۹۹): مشرانو جرګې حکومت د هېوادوالو امنیت ټینګښت په برخه کې ناکام ګڼي او وايي چې د هېواد په کچه د هدفي وژنو دوام خلک پر حکومت بې باوره کړي او هېڅوک ځان خوندي نه بولي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هدفي وژنې او ماین چاودنې زیاتې شوې دي.

په مشرانو جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازي مولوي محی الدین منصف په نننۍ ناسته کې وویل: ((څو ځلې مو له امنیتي سکتوره غوښتنه وکړه چې امنیتي پلان ته بیا کتنه وکړي څو د مرموزو او هدفي ترورونو مخه ونیول شي.))

نوموړی امنیتي سکتور د هېواد په کچه د هدفي وژنو او ترور مخنیوي په برخه کې ناکام بولي او وايي، په ښار کې باید د ترور مخه ونیول شي؛ ځکه د ده په خبره، اوس هېڅوک ځان خوندي نه احساسوي.

په دې جرګه کې د سمنګان د خلکو استازي صفي الله هاشمي وویل: ((ډېر د تاسف ځای دی چې هره ورځ مشهور کسان وژل کېږي او مسوولین یې یوازې غندي، یوازې په غندنو باید بسنه ونه شي.))

د دې جرګې نورو غړو هم د هېواد په کچه د مرموزو او هدفي وژنو د مخنیوي غوښتنه وکړه او ویې ویل، د یادو پېښو عاملان باید ونیول شي.

د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار چې د نننۍ ناستې مشري یې پر غاړه وه، وویل، حکومت باید د مرموزو او هدفي وژنو په اړه ځواب ووايي؛ ځکه د هېوادوالو د امنیت ټینګښت د حکومت دنده ده.

هغه د حکومت امنیتي ستراتیژۍ ته د بیا کتنې غوښتنه وکړه او وویل، تر اوسه امنیتي سکتور به دې برخه کې سم پلان نه لري او مسوولین په دې برخه کې ناکام دي.

هغه زیاته کړه: ((د هدفي او مرموزو وژنو دوام او تسلسل پر حکومت او ژوند خلک بې باوره کړي او په فعلي شرایطو کې هېڅ د امنیت احساس نه کوي.))

هغه وویل چې د تېرې اوونۍ په سه شنبه ورځ امنیتي مسوولین د خراب امنیتي وضعیت په تړاو دې جرګې ته رابللي وو.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version