ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشرغني: راشد خان د نوي افغانستان رسا غږ دی

28 Dec 2020 - 21:09
28 Dec 2020 - 21:09

کابل (پژواک، ٨ مرغومى ٩٩) : ولسمشر غني د کرکټ ستوري راشد خان ته د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ ویلي، چې هغه او نور ځوانان د نوي افغانستان استازي دي.

د کرکټ د نړیوالې شورا لخوا د افغانستان د کرکټ ستوری راشد خان د تیرې یوې لسیزې د شل اووریزو سیالیو غوره لوبغاړی اعلان کړی دی.

له ارګ څخه د مرغومي په ۸مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې ولسمشر راشد خان د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ ویلي : ” په ډېر ویاړ خبر شوم چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی او د نړۍ په کچه د کرېکټ منل شوی ستوری راشد خان د کرېکټ د نړیوالې شورا له خوا د لسیزې غوره لوبغاړی ټاکل شوی دی. ”

هغه زیاته کړې، راشد خان او په بېلابېلو برخو کې ده ته ورته اتلې پېغلې او ځوانان د نوي افغانستان استازي دي. دوی د افغانستان د ځوان نسل سرلاري او د تېرو شلو کلونو د لاس ته راوړنو، نویو ارزښتونو، پرمختګونو او غږ پورته کولو ساتونکي اتلان دي.

ولسمشر غني ویلي، دا ځوانان پېغلې د اوسني آزاد او پرمختللي افغانستان هغه رسا غږ او واضح تصویر دی چې په بېلابېلو نړیوالو سټېجونو د خپل ملت استازولي کوي او د ولس رښتینی غږ، قوي اراده، لوړ ارزښتونه او لوی ارمانونه له نړۍ سره شریکوي.

نوموړی وایي : “زه باور لرم چې د افغانستان ځوان نسل به د ټولنې په هره برخه کې همداسې په مسوولیت مخ ته ځي او په خپلو لاس ته راوړنو او اتلولیو به د خپل ملت سترګې روښانوي. ”

ولسمشر غني ژمنه کړې چې ځوانان به د افغانستان د اوسنۍ او راتلونکې سترې سرمایې په توګه به د حکومت په لومړیتوبونو کې ځای ولري.

دغه راز پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي روغې جوړې شورا رییس ډاکټر عبدالله، د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب، د چارو ادارې رییس ډاکټر فضلي، د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخیل او ګڼ شمیر نورو چارواکو او سیاسیونو هم راشد خان ته مبارکي ورکړې ده.

د کرکټ نړيوالې شورا ( اى سي سي) نن د مرغومي په ٨مه، په بېلا بېلو کټګوريو کې د تېرې لسيزې غوره لوبغاړي اعلان کړل.

په شل اووريزو لوبو کې چې راشد خان غوره لوبغاړى اعلان شو، د هغه د اسټراليا ارون فينچ، د ويسټ انډيز کريس ګيل، د هندوستان ويرات کوهلي او روهيت شرما، د سريلانکا ملينګا او د سوېلي افريقا عمران طاهر وو،  خو راشد خان دوى ته ماتې ورکړه او د تېرې لسيزې غوره لوبغاړى اعلان شو.

راشد خان د افغانستان له لوري په ٢٠١٥ زېږديز کال کې د کرکټ نړيوالې شل اووريزې سيالۍ پيل کړې دي.

د کرکټ د نړيوالې شورا په خبرپاڼه کې راغلي، چې راشد خان  تر اوسه په ٤٨ نړيوالو شل اووريزو سياليو کې د ١٢،٦٢  منډو اوسط سره ٨٩ لوبغاړي سوځولي دي .

سرچينې زياته کړې چې که څه هم ګڼ شمېر لوبغاړو له راشد خان څخه مخکې لوبې پيل کړې وې، خو هغه يواځينى لوبغاړى دى چې په کومو لوبو کې يې ډېر لوبغاړي سوځولي دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې راشد خان يواځينى لوبغاړى دى چې په شل اووريزو لوبو کې يې په څلورو توپونو څلور لوبغاړي سوځولي دي.

د کرکټ نړيوالې شورا دغه راز ويلي چې راشد خان يواځينى لوبغاړى دى چې په کمه موده او کمو لوبو کې يې ٥٠ لوبغاړي سوځولي دي

د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا له دغه اعلان وروسته راشد خان په خپل پيغام کې ويلي دي : (( دومره خوښ يم چې څه د ويلو لپاره نه لرم، له افغانستان څخه دداسې يوې مهمې نړيوالې جايزې ترلاسه کول، ځانګړې خوښي او احساسات لري.))

د يادونې ده چې پرون د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا د تېرې يوې لسيزې له غوره لوبغاړو څخه د اعلان شل اووريزې لوبډله کې هم د راشد خان نوم راغلى و.

Views: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version