ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې ماین چاودنه شوې خو مرګ ژوبله نه لري

29 Dec 2020 - 11:39
29 Dec 2020 - 11:39

کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۹۹): د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې ماین چاودنه شوې، مرګ ژوبله نه لري، خو د مالي زیانونو احتمال موجود دی.

د کابل امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، دغه پېښه نن سهار اته بجې او لس دقیقې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د ابرسانۍ سیمه کې رامنځته شوه.

سرچینې زیاته کړې چې په دې اړه پلټنې پیل شوې دي.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې په ټول هېواد په ځانګړې توګه پلازمېنه کابل کې ځانمرګي بریدونه او د چسپکي ماینونو په وسیله د دولتي کسانو موټرو په نښه کول زیات شوي دي.

د دولتي موټرو د په نښه کولو سربېره د خبریالانو او مدني فعالینو د ترور پېښې هم زیاتې شوې خو د یادو پېښو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version