کابل (پژواک، ١٢ مرغومی ۹۹): د افغانستان سترې محکمې د کابل پوهنتون د برید طراح محمد عادل پر اعدام او څلور کسان یی پر بند او نغدي جریمې محکوم کړي دي.
د سترې محکمې خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې، راغلي چی نن (د مرغومي ۱۲مه) به د کابل پوهنتون برید د شپږو عاملانو او طراحانو محاکمه په کابل کی ترسره شي.
سرچینې زیاته کړې په دې غونډه کې محمد عادل چې د کابل پوهنتون برید پر طرحه کولو او پلانولو تورن دی او په تخریبي فعالیتونو او اختطاف کې هم لاس لري، پر اعدام محکوم شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې څلور کسان پر بند او نغدي جریمې محکوم شوي او یو کس بې گناه پېژندل شوی دی.
سرچینه وایی: “د داعش ډلې غړیتوب په تور نیول شوی عبیدالله، د ماین خښولو او چاودېدونکو توکو د انتقال او اختطاف په جرم پر ۲۵ کلونو تنفیذي حبس، عبدالکبار او خدابخش د داعش ډلې د عضویت او اختطاف په تور هر واحد پر دوولس- دوولس کلونو تنفیذي حبس او اظهارالدین د وصفي جرم د تغییر په تور پر نغدي جریمې محکوم کړي دي.
سربېره پر دې، د افغانستان سترې محکمې یو متهم د الزام د دلیلونو نه لرلو په دلیل برائت ورکړ.
دا په دی حال کې ده چې څه موده مخکې پر کابل پوهنتون برید کې د یوه اداري کارکوونکي په ګډون ۱۸ کسان ووژل شول او یو شمېر ټپیان شول.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن