ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د لومړنيو خوراکي توکو بیې نږدې ۳۰ سلنه لوړه شوې دي

7 Jan 2021 - 15:06
7 Jan 2021 - 15:06

فيض اباد (پژواک، ١٨ مرغومی ٩٩): د بدخشان په سرحدي ولسوالیو کې د واورو اورېدو له امله له مرکز سره د دغو ولسوالیو لارې تړل شوې او د تېرې یوې میاشتې په پرتله د لومړنیو خوراکي توکو بیې نږدې ۳۰ سنله لوړې شوې او د دغه ولایت ځیني اوسېدونکي د چټکو مرستو غوښتنه کوي.

د دغو ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکو پژواک خبري اژانس ته وویل چې د خوراکي توکو بیو لوړوالي، دوی له ستونزې سره مخ کړي او د مرستې غوښتنه کوي.

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وایي، په دغو ولسوالیو کې د اړمنو کسانو لپاره د مرستو رسولو چمتووالی لري او ژر به یې وېش پیل شي.

د یادونې ده، هر کال د ژمي په موسم کې د درنو واورو اورېدو له امله د څو سرحدي ولسوالیو لکه اشکاشم، شغنان، واخان، زیباک راغ ها، او دروازه ها مواصلاتي لارې د بدخشان له مرکز سره له شپږو تر اوو میاشتو تړل کېږي او د لومړنیو خوراکي توکو بیې د پام وړ لوړېږي.

د بدخشان اشکاشم ولسوالۍ یوه اوسېدونکي وویل چې د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې بیه له ٢٦٩٥ څخه ٣٦٧٥  افغانیو، د ۲۴ کیلوګرامه وطني وریجو بیه له  ٢١٧٠ نه ٢٥٩٠ افغانیو، ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه له ١٨٠٠ څخه ٢٢٠٠ افغانیو، د ۱۶ لېتره وهاب غوړو بیه  له ١٨٠٠ نه ٢٢٥٠ افغانیو، یو کیلوګرام تور چای له ۱۵۰ څخه ۲۰۰ افغانیو دو د یو کیلوګرام شنه چای بیه له ۱۳۰ څخه ۱۸۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه چې په بدخشان کې د یوې دولتې ادارې کارکوونکی دی، پژواک ته وویل: «د اشکاشم ولسوالی ډېری خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی، د بیو په لوړوالي سره له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي.»

نوموړي له حکومته وغوښتل چې که د یادې ولسوالۍ خلکو ته چټکې مرستې ونه رسوي، انساني ناورین به رامنځته شي.

د بدخشان واخان ولسوالۍ ۳۸ کلن اوسېدونکي ګل احمد هم د لومړنیو توکو بیو لوړوالي له امله اندېښنه وښوده وویل: «سږ کال ژمی مخکې راغی، هر کال مو خواراکي توکي زېرمه کول، سوداګر هم له فرصته په ګټه اخیستنې د خواراکي توکو بیې لوړې کړې دي، خلک د خواراکي توکو له کمښت سره مخ شوي دي.»

د نوموړي په وینا، د هر خوراکي توکي په بیه کې له سلو تر ۱۰۰۰ افغانیو لوړوالی راغلی چې بې وزله کورنۍ یې د پېرلو توان نه لري.

د بدخشان مایمي درواز بالا ولسوالۍ اوسېدونکي عیدي محمد چې د خیاطۍ کار کوي وویل، د خوارکي توکو بیې بې سارې لوړې شوې او د دې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي یې له ستونزې سره مخ کړي دي.

هغه زیاته کړه: «کار نشته، غریبي نشته، خلک بېکاره ژمی هم ډېر سوړ شوی، لارې بندې دي، زموږ په سیمو کې د خواراک لپاره څه نه پیدا کېږي او دولت هم زموږ ژوند ته هېڅ پام نه کوي.»

نوموړي وویل چې که حکومت اړمنو کونیو ته چټکې مرستې ونه رسوي، انساني ناورین به رامنځته شي.

د بدخشان ولایتي شورا مرستیال طلب الدین قادري پژواک ته وویل وروستۍ واروې او په وردوج ولسوالۍ کې د طالبان شتون، د دغه ولایت د ځینو ولسوالیو مواصلاتي لارو د بندښت لامل شوي دي.

د هغه په خبره، د موصلاتي لارو بندېدو له امله د خواراکي توکو بیې نږدې ۳۰ سلنه لوړې شوې چې په پایله کې یې خلک لومړینو خواراکي توکو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ شوي دي.

نوموړي هم اړمنو کورنیو ته د لومړنیو خواراکي توکو د چټکو مرستو رسولو غوښتنه کړه.

په بدخشان ولایت کې سیمه ییز چارواکي هم د خواراکي توکې بیو لوړوالی مني؛ خو اړمنو کورنیو ته د لازمو مرستو رسولو له چمتوالي خبر ورکوي.

په بدخشان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس فرید احمد نېک پور پژواک ته وویل اړمنو کونیو ته د مرستو رسولو په برخه کې د حکومت او مرستندویو بنسټونو له خوا له وړاندې چمتوالی نیول شوی دی.

هغه زیاته کړه د بدخشان ولایت مقام خلکو ته د مرستو رسولو په موخه په څو سرحدي ولسوالیو کې استراتیژیکې زېرمې جوړې کړې دي، څو د اړتیا پر مهال له دغو زېرمو خلکو ته د مرستو رسولو په برخه کې ګټه واخیستل شي.

هغه زیاته کړه: «په هغه ولسوالیو کې چې زموږ تک راتګ ورته ستونزمن دی، مخکې له دې چې ژمی راورسیږي، هلته ګدامونه لرو او له استراتیژیکو ګدامونو موږ هر کال له سلو ټڼو ډېر توکي خلکو ته استوو او هلته یې وېشو.»

نوموړي څرګنده کړه چې ژر په یادو ولسوالیو کې د اړمنو کورنیو لپاره د مرستو د وېش لړۍ پیل شي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version