ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: ننګرهار کې د پاڅون کوونکو او امنيتي ځواکونو ستونزې هواروو

7 Jan 2021 - 14:36
7 Jan 2021 - 14:36

جلال اباد (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٩): ولسمشر اشرف غني د ننګرهار امنيت په اړه ځانګړې غونډې ته وويل چې په دغه ولايت کې د ولسي پاڅون کوونکو او امنيتي ځواکونو د امکاناتو، معاشونو او امتيازاتو ستونزې هوارېږي.

له ارګه د مرغومي په ١٨مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر نن سهار وخته جلال اباد ښار ته له رسېدو سره سم له امنیتي مسوولینو سره غونډه کې د یاد ولایت عمومي امنیتي وضعیت و ارزاوه.

سرچينې زياته کړې، په دې غونډه کې چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح او د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم حضور درلود، په پیل کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل ولسمشر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د ملکي او نظامي ادارو همغږي د دې لامل شوې چې ښې لاسته راوړنې ولرو او له ځایي ادارو سره د ولسونو همکاري هم زیاته شوې ده.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل د تور غر ولسوالۍ د ایجاد، ولسي پاڅون کوونکو ته د پاملرنې او امکاناتو زیاتوالي او د ولسوالیو امنیت د لا ښه تامین په موخه غوښتنې له جمهور رئیس سره شریکې کړې.

همداراز د ۲۰۱ سېلاب قول اردو سرپرست قوماندان برید جنرال عبدالله اسدي د دښمن پر وړاندې په عالي روحیه د مبارزې دوام او لویو لارو امنیت د تامین ډاډ ورکړ او د ولسمشر له دوامداره پاملرنې یې مننه وکړه.

د ننګرهار د ملي امنیت رئیس فضل الهادي ملکزي په یاد ولایت کې د دښمن د برنامو او شومو پلانونو شنډولو په اړه معلومات ورکړل، وې ویل، د ولسونو انسجام د دې لامل شوی چې په دغه ولایت کې د دښمن ورانکارو فعالیتونو مخه ونیول شي او د هدفي وژنو عاملین پیدا او پر خپله سزا ورسول شي.

د ننګرهار امنیه قوماندان غلام سنایي ستانکزي په یاد ولایت کې د قانون د تنفیذ، د مجرمینو او جرمونو د مخنیوي، عامه نظم او د ملي پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د جرایمو کچه راټیټه شوې، د غصب مخنیوی شوی، د نشه یي توکو پر ضد مبارزه بریالۍ دوام لري، امنیتي تړون د پولیسو لپاره ښه لارښوود دی او په عملي کولو سره یې د خلکو د رواني او فزیکي امنیت په تامین کې ښه والی راغلی دی.

د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې وستایلې وې ویل، په ننګرهار کې د قواوو ځای پر ځای کېدو ته اساسي کتنه کېږي، هغه ملي پولیس چې خدمتي راغلي، بېرته به ولسوالیو ته واستول شي او ملي پولیس به پر خپلو اساسي دندو تمرکز وکړي.

د ولسمشر مرستیال امرالله صالح په اساسي توګه د قواوو د ځای پر ځای کېدو نقیصې له منځه وړو ته په اشارې وویل، د نا امنه ولسوالیو او سیمو د امنیت تامین ته به جدي پاملرنه کېږي.

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیا له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خلکو د همکاریو یادونه وکړه وې ویل، د ننګرهار په ډېرو برخو کې د دښمن تحرکات په بریالیتوب له منځه وړل شوي او په دغه ولایت کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني د یادو ویناوالو خبرو او معلوماتو له اورېدو وروسته وویل، په ننګرهار کې لوی بدلون راغلی، جهت مثبت دی، خو بشپړ نه دی.

هغه د ولسي پاڅون کوونکو مبارزې ته په اشارې وویل، په ننګرهار کې د مثبت بدلون لوی لامل ولسي پاڅون کوونکي دي.

ده زیاته کړه، د دوی د معاش، امتیازاتو او وسلو ستونزه حل کېږي.

ولسمشر غني وویل، شېرزاد او حصارک ولسوالیو ته به اړتیا وړ شمېر نوي کسان تخصیص، په دښمن دې ټولې لارې وتړل شي او تهدید دې په سرچینه کې دفع شي.

هغه د غونډې په پای کې په ننګرهار ولایت کې د هدفي وژنو د مخنیوي او په لوړه کچه د چاودېدونکو توکو نیولو له امله اړوند مسوولین وستایل او په ادارو کې یې د کاغذپرانۍ ستونزې د حل جدي لارښوونه وکړه.

دغه راز ولسمشر اشرف غني ننګرهار ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له سرتېرو، بریدملانو، افسرانو او منسوبینو سره په کتنه کې د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

Views: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version