ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند-کندهار لويې لارې موټر چلوونکي د سړک له خرابوالي شکايت کوي

8 Jan 2021 - 11:12
8 Jan 2021 - 11:12

لښکرګاه (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٩): د هلمند-کندهار لويې لارې موټر چلوونکي وايي چې د دغې لويې لارې ډېره برخه په بمونو الوځول شوې چې له امله يې تګ راتګ پرې ستونزمن شوى دى.

د همدې لويې لارې يو تن موټرچلوونکي شهاب الدين د مرغومي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د هلمند-کندهار د لويې لارې ډېره برخه په ماينونو الوځول شوې ده.

هغه وايي: ((سړک ډېر کندې-کندې شوى دى، هره ورځ موټر په کې چپه کيږي بله دا چې مخکې موږ دغه لار په دوه ساعتونو کې وهله اوس له دريو ساعتونو هم اوږده شوې ده.))

دغه راز بل موټر چلوونکي فرهاد پژواک ته وويل چې د هلمند-کندهار لويې لارې نږدې ٤٥ پلونه په بمونو الوځول شوي دي.

دى زياتوي: ((لاره سخته خرابه شوې ده، ډېر په ځنډ هدف ته رسيږو، هره ورځ په دې لار کې ترافيکي پېښې هم کيږي.))

يو شمېر نورو موټر چلوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت نه يې د ياد سړک د بيا جوړولو غوښتنه وکړه.

بل لورته د هلمند د فوايد عامې رييس اهل الله عبيدي پژواک ته وويل چې د ياد سړک پر بيا جوړولو يې کار پيل کړى خو د امنيتي ستونزو له امله يې کار ځنډيږي.

هغه وايي: ((دا منم چې د لارې ډېره برخه په بمونو الوځول شوې او خرابه شوې ده، موږ پرې کار شروع کړى دى، خو هغه ورځ وسله والو زموږ په کسانو ډزې کړي چې له امله يې اوس کار ځنډېدلى دى.))

هغه د بېلګې په توګه وويل چې څه موده وړاندې د نادعلي-ګرشک ولسوالۍ لويه لار يې بېرته رغولې خو اوس هلته بيا جګړه پيل شوې او امکان لري چې د دولت وسله وال مخالفين ځينې پلونه يو ځل په بمونو والوځوي.

عبيدي زياتوي، که چيرې امنيتي ځواکونه د دوى د کارکوونکو امنيت تامين کړي، دوى به وکولاى شي چې په لنډه موده د هلمند-کندهار لويه لار بېرته ورغوي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان يو شمېر نورې لويې لارې د افغان دولت د وسله والو مخالفينو له لوري په بمونو الوځول شوي او يا هم د ټراکټور په وسيله پر بل مخ اړول شوي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version