کابل (پژواک ۲۰ مرغومی ۹۹): ترکمنستان له افغان سولې د ملاتړ څرګندولو ترڅنګ افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسيو د ورکړې په خاطر خپل چمتووالی وښود.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازدیګر د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره، په ارګ کې وکتل.
سرچينه زياتوي، په پیل کې ولسمشر غني، رشید مرادوف او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال وویل: د افغانستان او ترکمنستان د ورورۍ او دوستانه اړیکو په تېرو څو کلونو کې د سوداګرۍ، ترانزیټ، اقتصادي او سیاسي برخو کې زیات پرمختګونه کړي دي.
د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر مرادوف د دواړو هیوادونو د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې، وې ویل: “زموږ حکومت د دغو مناسباتو د زیاتولو غوښتونکی دی او موږ د سیمه ییز اتصال لپاره د افغان حکومت د لیدلوري او اجنډا ملاتړ کوو.”
هغه زیاته کړه، ترکمنستان د سولې پروسې او په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لپاره د جمهور رئیس غني د هڅو ملاتړ کوي.
په دغه کتنه کې دواړو لوریو د ټاپي، ټاپ او نوري فایبر مهمو اقتصادي پروژو، د دواړو هیوادونو ترمنځ د وسپنې پټلۍ او افغانستان کې د بندونو جوړولو په اړه بحث او خبرې وکړې او په دې برخو کې یې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر وویل: “ټاکل شوې موږ په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د سترو پروژو د پرانیستې شاهد اوسو، ځکه د ټاپې پایپ لاین د جوړولو کار د ترکمنستان په خاوره کې پای ته رسېدلی او د افغانستان په خاوره کې د یاد پایپ لاین د کار د تمديدېدو په خاطر لازم تدابیر نیول شوي دي.”
ولسمشر غني د ټاپې، ټاپ، نوري فایبر او وسپنې پټلې پروژو د تطبیق په خاطر له افغانستان څخه د ترکمنستان د هڅو او ملاتړ مننه وکړه.
ده وویل، زموږ تمرکز دا دی چې له ترکمنستان زیاته برېښنا وارده کړو، د برېښنا واردات او د سترو اقتصادي پروژو بشپړول د افغانستان حکومت له لومړیتوبونو څخه دي.
غني د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي مناسباتو د پراختیا په اړه خبرې وکړې، وې ویل، په افغانستان کې سوله او ثبات په سیمه کې د سولې او ثبات په معنا ده او غواړو په نوي میلادي کال کې زموږ اړیکې لا زیاتې پراخې شي او وکولای شو د ټاپې، ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلۍ د پروژو په شمول سترې پروژې بشپړې کړو.
هغه زیاته کړه، ترکمنستان د نېک ګاونډي په توګه له ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول افغانستان سره بې طرفه او نېک سیاست لري او دا د دوه ګاونډیو ترمنځ د اړیکو ښه بېلګه ده. موږ له خپلو ټولو ګاونډیانو سره د نېکو او دوستانه اړیکو غوښتونکي یو او هیڅکله نه غواړو د سیمه ییز تاوتریخوالي برخه اوسو.
جمهوررئیس وویل، نن د ترکمنستان علما د نړۍ د نورو علماو په څېر په افغانستان کې تاوتریخوالی غندي.
په دغه کتنه کې په ترکمنستان کې د افغان ځوانانو د تحصیلاتو په اړه هم خبرې وشوې او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسیو د ورکړې په خاطر خپل چمتووالی څرګند کړ چې د هیواد جمهور رئیس ترې مننه وکړه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن