ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د جنايي جرمونو په تور ٤٥ کسان نيول شوي

13 Jan 2021 - 10:49
13 Jan 2021 - 10:49

مزارشريف (پژواک، ۲۴ مرغومی ۹۹): د بلخ پوليس وايي چې د تېرې يوې اوونۍ په اوږدو کې يې د بېلابېلو جرمونو په تور ۴۵ کسان نيولي دي.

د بلخ امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل شاه عادل د مرغومي په ۲۴مه پژواک اژانس ته وويل چې ياد مجرمين د مزار ښار په بېلابېلو ناحيو کې د کشفي ارګانونو معلوماتو پر اساس نيول شوي دي.

هغه زياته کړه، په نيول شوو کې هغه کسان شامل دي چې د غلاوو، وژنو، اختطاف او قماربازۍ پېښو کې ښکېل وو.

د نوموړي په وينا، د تېرې يوې اوونۍ په اوږدو کې د ۴۵ مجرمينو ترڅنګ يو شمېر وسلې هم د پوليسو له خوا نيول شوي دي.

عادل زياتوي چې په وروستۍ پېښه کې د سې شنبې په ماښام د وسله والو غلو يوه څلور کسيزه ډله په داسې مهال ونيول شوه چې غوښتل يې د مزار ښار په نهمه ناحيه کې د خوراکي توکو يو دوکان او د تېلو يو پمپ استېشن ولوټي.

د بلخ امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وايي چې نيول شوي ۴۵ مجرمين يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.

له دې سره د مزارښار اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د جنايي پېښو په تړاو نيول شوو کسانو ته بايد له قانون سره سمه سخته سزا ورکړل شي.

د بلخ اوسېدونکي حميدالله پژواک ته وويل چې په وروستيو مياشتو کې د مزارښار امنيتي وضعیت تر بل هر وخت ډېر خراب شوی دی.

هغه زياتوی چې د ښار دننه وژنې، غلاوې او تښتونې اوج ته رسېدلې دي.

حميدالله وويل: ((موږ وينو چې هره ورځ پوليس د مجرمينو نيولو خبر ورکوي؛ خو هېڅ د جرايمو کچه ټيټه نه شوه.))

نوموړی وايي چې له نيول شوو مجرمينو سره بايد جدي چلند وشي څو نورو هغو ته د عبرت درس وګرځي.

د بلخ پوليس پر داسې مهال د لسګونو مجرمینو نيولو خبره کوي چې تېره ورځ د مزار ښار په زړه کې د ملي اردو منسوبينو پر يوه موټر وسله وال بريد کې د شاهين قول اردو درې ښځينه منسوبینې ووژل شوې او د يوه ډريور په ګډون دوه نور کسان ټپيان شول.

Views: 38

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version