ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د کرنې څېړنیز فارم په جوړېدو سره د باغونو شمېر ډېر شوی

13 Jan 2021 - 11:00
13 Jan 2021 - 11:00

جلال اباد (پژواک، ٢٤ مرغومی ۹۹): د ننګرهار د کرنې رياست وايي، د دغه ولايت کرنيز تحقيقاتي فارم د دې لامل شوی چې د پخوا په پرتله په کې باغداري څو سلنه ډېره شوې ده.

دوی وايي، همدا اوس يوازې پر ۸۰۰۰ جريبه ځمکه باندې د ستروسو باغونه جوړ شوي چې لوی لامل يې هم د دغه څېړنيز فارم رامنځته کېدل دي.

د کرنې رياست معلوماتو له مخې، پخوا ځکه کروندګرو د باغونو جوړېدو ته مخه نه کوله چې څو کاله به يې په باغ خواري وکړه خو د حاصل نه ورکولو په وجه به يې ټوله خواري او لګښت بې ځايه لاړل.

د کرنې رياست په خبره، اوس دغه خواري په دغه تحقيقاتي فارم کې کېږي او کروندګرو ته يوازې د مېوو د هغو ونو ايښودو لارښوونه کېږي چې د ننګرهار له اوبو او هوا سره برابرې او ښه حاصل ورکړي.

په دغه څېړنيز فارم کې تر اوسه ۶۶ ډوله ستروس، ۷۹ ډوله انار، ۶ ډوله خرما، ۱۶ ډوله اينځر، ۲۴ ډوله سره املوک، ۱۲ ډوله الوکاټ او ۱۰ ډوله زيتون تر څېړنې لاندې نيولي دي.

دوی وايي، د دغو ډولونو ډېر کم اندازه يې ننګرهار کې حاصل ورکوي او پخوا يې د مختلفو ډولونو باغونه جوړ شوي وو چې بيا به يې حاصل نه ترلاسه کېده.

د دغه تحقيقاتي فارم يو کارکوونکي بهادرخان کريمي پژواک اژانس ته وويل، ياد فارم په ۲۰۰۷ ميلادي کال کې جوړ شوی، ۲۰۱۳ ميلادي کال کې يې د مېوو څو ډوله ونو چې په ننګرهار کې ښه نتیجه ورکوي، خلکو ته ور معرفي کړې دي.

هغه زياته کړه، له ۲۰۱۵ کال وړاندې دلته زياتره جوړ شوو باغونو حاصل او پايله نه ده ورکړې او بېرته له منځه تللي خو اوس دوی په دغه فارم کې د مېوه جاتو لسګونه ډوله ونې ږدي او کومه يوه چې حاصل ورکوي هغه يې نرسرينو او د نيالګيو توليدوونکو ته په ګوته کوي چې ښه حاصل لرونکي باغونه رامنځته شي.

محمد ابراهيم چې په دغه باغ کې يو بل کارمند او باغوان دی، وايي، د دغه فارم اصلي موخه دا ده چې د کروندګرو پر ځای دوی په نيالګيو تکليف تېر کړي او ثابته کړي چې کوم ډول یې ښه حاصل ورکوي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس انعام الله ساپي پژواک اژانس ته وويل، له کله راهيسې چې دغه څېړنيز مرکز جوړ شوی، په ننګرهار کې د مېوه لرونکو ونو باغونو پراختيا موندلې ده.

هغه وايي، پخوا ډېرو کروندګرو زړه نه ښه کاوه چې باغونه جوړ کړي خو اوس چې باغونه ښه حاصل ورکوي نو کروندګرو پر خپلو ځمکو باغونه جوړ کړي دي.

د نوموړي په وينا، همدا اوس يوازې د سترسو ۸زره جريبه باغونه جوړ شوي چې د نورو کلونو په پرتله يې د حاصلاتو په اندازه کې ۱۵ سلنه ډېروالی راغلی دی.

ساپى وايي، دا چې اوس مهال د ستروسو حاصلاتو راټولو وخت دی نو کره ارقام نشته خو اټکل شته چې ۱۵ سلنه حاصلات به لوړ لاړ شي او زياتوي په پام کې ده را روان کال د سترسو ۲۰۰۰ جريبه نور باغونه هم ورغول شي.

ننګرهار يو کرنيز ولايت دی که يې د باغدارۍ برخې ته همداسې پاملرنه دوام پيدا کړي نو شونې ده چې دا ولايت په يو ستر کرنيز ولايت بدل او د هيواد د مېوه جاتو او ستروسو ډېره اړتيا له همدغه ولايته پوره شي.

Views: 83

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version