ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غالۍ اوبدونکې په غور کې د غالیو پلور کمېدو اندېښمنې کړې دي

17 Jan 2021 - 14:42
17 Jan 2021 - 14:42

فېروزکوه (پژواک، ٢٨ مرغومی ٩٩): په غور ولایت کې یو شمېر غالۍ اوبدونکې د لاسي غالیو پلور کمېدو له امله اندېښمنې دي او له حکومته غواړي چې په دغه ولایت کې د غالۍ اوبدلو صنعت له سقوطه وژغوري او د افغاني غالیو د پلور لپاره بازارموندنه وکړي.

د غالیو او غالۍ اوبدلو صنعت د غور ولایت کلیوالي سیمو ښځو مهم لاسي صنعت دی چې ډېر پخوانی تاریخ لري، غالۍ، ټغر او د وزې یا پسه له وړیو جوړ لاسي لیمڅی یې غوره شهرت لري.

په دغه ولایت کې ځينې غالۍ اوبدونکې چې په  سنتي ډول د غور ولایت په کلیوالي سیمو کې کار کوي، د غالۍ اوبدلو صنعت رکود ته د حکومت پر نه پاملرنه نیوکه کوي.

شریفه حسیني چې اووه اولادونه لري او تر ۱۵ کاله ډېر د غالۍ اوبدلو تجربه لري، پژواک ته وویل، د هرې ورځې په تېرېدو یې پلور کمېږي؛ ځکه دوی په دې برخه کې لا هم په سنتي ډول کار کوي او باید زده کړې ورکړل شي.

هغه زیاته کړه، اوس مهال خلک هغه غالۍ خوښوي چې په تازه او پرمختللي ډول طرحه شوې وي، خو دوی ځکه بازار ته تازه طرحې نه شي وړاندې کولی چې تر اوسه پرمختللي وسایل، امکانات او سیستم نه لري.

هغې وویل: ((یو کال کېږي چې غالۍ اوبم، په لومړیو کلونو کې خلکو ډېرې پېرلې، خو اوس یې پلور کم شوی، ځکه خلک هغه غالۍ خوښوي چې په ښه طرحه او ډیزاین جوړې وي، موږ اوس هم د پخوا په څېر تولید لرو، دولت باید زموږ ملاتړ وکړي څو د غور غالۍ پېرېدونکي پیدا کړي.))

نوموړې زیاته کړه، پخوا مو په یوه میاشت کې څو غالۍ او ټغرونه پلورل، خو اوس په یوه میاشت کې یوه غالۍ هم پلور نه لري، مسوولین باید د غالۍ اوبدلو، پلور او تولیداتو په برخه کې د ښځو وړتیا لوړولو لپاره کار وکړي.

د فېزوکوه ښار ۴۵ کلنې اوسېدونکې زلیخا پژواک ته وویل، د خاوند له مرینې وروسته یې د کور د اقتصادي ستونزو د حل یوازېنۍ لار د غالیو اوبدل و چې له نېکه مرغه له دې لارې یې د ۱۰ کسیزې کورنۍ مصارف ترلاسه کول.

هغې د دې په روښانولو چې په وروستیو کلونو کې د غوریانو لاسي غالیو پېرېدونکي کم شوي وویل: ((په لومړیو کلونو کې پېرېدونکي زیات وو، له څو کلونو راهیسې د غالیو د پېر بازار کمرنګه شوی، ځکه ډېری خلک اقتصادي ستونزې لري او کله چې غالیو ته اړتیا پیدا کړي نو په کمو پیسو د بهرنیو هېوادونو غالۍ پېري.))

د نوموړي په خبره، حکومت باید د غالۍ اوبدونکو ملاتړ وکړي او د هغوی لپاره د روزنیزو کورسونو ترڅنګ د غوري غالیو لپاره د بازارموندنې په برخه کې لازمه همکاري وکړي.

بلخوا په غور ولایت کې د ښځو چارو ریاست مسوولین هم د غالۍ اوبدونکو مېرمنو ستونزې مني او وايي، د ګرم بازار او بهرنیو غالیو د کمې بیې له امله خلک تر ډېره د وطني غالیو اخیستو ته زړه نه ښه کوي.

د غور د ښځو چارو ریاست د ظرفیت لوړونې برخې مدیرې شهلا خطیبي پژواک ته وویل، که څه هم په دغه ولایت کې یې د موسسو په مرسته د غالۍ اوبدونکو مېرمنو لپاره ښوونیز کورسونه جوړ کړي خو پایله یې کمرنګه وه.

هغې زیاته کړه: ((اقتصاد مهم دی، خو زموږ ډېری خلک ښه اقتصاد نه لري، کله چې ایرانۍ غالۍ په ۳ زره وي او د افغاني غالۍ بیه ۱۵ زره وي نو ښکاره ده چې ایرانۍ غالۍ به ډېر پېرېدونکي ولري، ځکه ارزانه دي، دغه راز ښځې خپله کم علاقه دي، موږ څو ځله وویل، راځئ یوه ټولنه جوړه کړئ خو هېڅوک تیار نه شول.))

نوموړې له جزئیاتو پرته وویل، د ښځو چارو ریاست له ولایت مقام سره په همغږۍ او همکارۍ د غوري غالیو لپاره د بازارموندندې لپاره پر ځينو پروګرامونو کار کوي.

خطیبي هیله مندي څرګنده کړه چې وکولای شي د یادو ښځو د ستونزو حل لپاره کار وکړي.

Views: 40

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version