جلال اباد (پژواک، ۲۸ مرغومی ۹۹): د لغمان چارواکي وايي، په دغه ولایت کې پنځه طالبان د يوه هوايي بريد په ترڅ کې وژل شوي، بلخوا په ننګرهار کې د وسله والو طالبانو د هدفي وژنو يو پلاوونکی نيول شوی دی.
د لغمان ولايت چارواکي وايي، د يوې بې پيلوټه الوتکې په بريد کې چې د الیشنګ ولسوالۍ د شمکټ په نظرمحمدخېلو سیمه کې شوی، د یو مهم قوماندان په ګډون پنځه وسله وال طالبان وژل شوي.
د لغمان ولايت رسنيو دفتر خبرپاڼه کې چې په همدې موخه خپره شوې، دا نه ده روښانه شوې چې بريد افغان او که بهرنيو ځواکونو کړی خو د معلوماتو له مخې يې، په دغه برید کې نور چاته زیان نه دی اوښتی.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه برید پرون مازدیګر ناوخته شوی دى.
بلخوا د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو د هدفي وژنو هغه پلانوونکی يې نيولی چې له به یې دولتي کارکوونکي ترورېدل.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، د ملي امنیت ځواکونو د اعتبارګل په نوم یو وسله وال طالب د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند بېز اکمالاتي سیمه کې نیولی چې پلان یې درلود، د دولتي کارکوونکو کورونه په نښه او ترور یې کړي او د څېړنو پر مهال یې پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی.
هغه زياته کړه، نیول شوی وسله وال طالب د کونړ د دانګام ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او د وسله والو طالبانو اړوند د قاري شاه ولي له خوا یادې دندې ته ګومارل شوی و.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
Views: 31
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن