جلال اباد (پژواک ۲۸ مرغومی ۹۹): په ختيځ کې د سېلاب قول اردو له خوا روزل شوي د سیمه ییزې اردو ۴۳۵ سرتېرو په ننګرهار کې د ملکي هوایي ډګر د ساتنې، کوټ، اچین او دوربابا ولسوالیو د امنیت تامین په موخه دنده پيل کړه.
مسوولين وايي، دغه سرتېري د افغان روزونکو له لوري له اته اوونیو زده کړو وروسته د مرغومي په ۲۸مه فارغ شول.
په ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې د یادو ځواکونو په فراغت غونډه کې د یادې قول اردو قوماندان برید جنرال عبدالجبار وفا وویل، یاد ځواکونه په مسلکي ډول روزل شوي او په ټاکل شویو سیمو کې به د خلکو په مرستې سره دندې ترسره کړي، همدا راز یې ډاډ ورکړ چې دوی به د ملی اردو ځواکونو له بشپړو امکاناتو او ملاتړ څخه برخمن وي .
د ننګرهار ولایت مرستیال ببرک میاخېل وویل، د سیمه ییزې اردو فارغ شوي ځواکونه تر دې وړاندې د دې ولایت په ولسوالیو کې د سیمه ییزو پولیسو په توګه دندې درلودې چې د سیمه ییزې اردو په لیکو کې جذب او د زده کړو ترسره کولو وروسته به ژر په خپلو ولسوالیو کې دندې ترسره کړي .
په ختیځ کې د ولسي ملاتړ پروګرام مشر سیدالرحمن مومند هم د یادو ځواکونو په فارغېدو او دندې ته استولو خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ چې د سیمې خلک به ورسره بشپړ همکار وي، همدا راز یې د قول اردو له لوري د دوی په پوره ملاتړ کولو یې ټینګار وکړ.
د تسنیم یار مومند په نوم فارغ شوي سرتېري د ورکړل شویو زده کړو په اړه خوښي وښوده، له نورو ځوانانو څخه یې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د دندې ترسره کولو ترڅنګ دې خاورې ته په صادقانه ډول د خدمت ژمنه وکړه.
د یادونې ده چې د ننګرهار په ګڼ شمېر ولسوالیو کې دمګړۍ د سیمه ییزې اردو ځواکونه ګومارل شوي دي.
Views: 102
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن