ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غوټۍ خاورې د «په پښتونخوا کې پښتو لنډه کیسه» اثر مخکتنه وشوه

18 Jan 2021 - 17:53
18 Jan 2021 - 17:53

کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۹): د «په پښتونخوا کې پښتو لنډه کیسه» کتاب چې څېړنوالې ګل غوټۍ خاورې لیکلی، د مخکتنې غونډه يې نن د افغانستان د قلم ټولنې له خوا د علومو اکاډمي د علامه احمد علي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه.

په دغې غونډه کې د علومو اکاډمي علمي غړو، د فرهنګ او ادب مینه والو او د غوټۍ خاورې د کورنۍ غړو ګډون کړی وو.

یاد شوی اثر د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له خوا چاپ شوی چې ۴۸۵ مخونه او پر سریزې سربېره ۷ څپرکي، پایله او وړاندیزونه لري.

په غونډه کې د علومو اکاډمۍ علمي غړې څېړندویې نازو کمال د خاورې ژوندلیک ولوست چې په کې راغلی وو: ګل غوټۍ خاورې د شاه ولي خاورې لور په ۱۳۴۰ لمریز کال د کب په میاشت کې د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ په حصار شاهي کلي کې زېږېدلې ده، هغې د اکاډمیکو چارو ترڅنګ، په باختر آژانس، ملي راډیو تلوېزیون او د هېواد په بېلابېلو دولتي ورځپاڼو کې ژورنالېستیک کارونه هم پر مخ وړي دي. غوټۍ خاورې د افغانستان په علومو اکاډمي کې د څېړنوالۍ علمي رتبې له دفاع وروسته، د ۱۳۹۸ ل. کال د وري (حمل) میاشتې په ۱۵مه نېټه د ورپېښې ناروغۍ له امله په هند کې وفات او د کابل ښار د عاشقان او عارفان په هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.

څېړنوال فریدالله نوري د کتاب د معرفي کولو په ترڅ د کتاب په درېيو برخو رڼا واچوله او ويې وویل، په دې کتاب کې د لنډې کیسې ګڼ شمېر اړخونه څپړل شوي دي چې له همدې امله يې د ژبو او ادبیاتو محصلینو او د ادب مینه والو لپاره اړین اثر ګڼلای شو.

د نوموړي په وینا، خاورې یوه هڅانده څېره وه، سره له ډېرو بوختیاوو بیا يې هم خپل علمي- څېړنیز کار ته دوام ورکړ. سره له دې چې هغه له ناروغۍ کړېدله، خو بیا یې هم خپل علمي کارونه په ټپه ونه درول.

د علومو اکاډمي د پښتو ژبې او ادبياتو د انستیتيوت علمي غړي څېړنوال سید نظیم سیدي وویل: کاش خاورې یواځې لیکواله پاتې شوې وای، چې اوس به موږ د هغې ډېر زیات آثار درلودل. خاورې په پښتني افغاني ټولنه کې واحده ښځه وه چې قوي قلم یې درلود او د لنډې کیسې په اړه يې نوي نظريات درلودل.

نوموړی د کتاب پر ځينو نيمګړتياوو هم وغږېد.

د علومو اکاډمي علمي غړي څېړنوال محمد اصف احمدزي د خاورې په هکله وویل چې غوټۍ خاورې د ژوند په وروستي پړاو کې خپلې خورې ورې مقالې او لیکنې راټولې کړې چې د «غوټۍ» په نوم يې چاپ کړې. د فرهنګي او علمي مسایلو په ډګر کې د خاورې تشه به تر ډېره همداسې پاتې وي.

په دې علمي غونډه کې استاد ګل رحمن رحماني، څېړنوال محمد نبي صلاحي، څېړنیار یاسر پاچا، څېړنوال شهزاده توحیدمل، څېړنپوه دکتور سید محی الدین هاشمي او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د نشراتو رئیس عبدالوحید خاورې د   ګل غوټۍ خاورې خاطرات له ګډونوالو سره شريک کړل او هم يې د هغې پر علمي او ټولنیز شخصیت رڼا واچوله.

په پای کې «په پښتونخوا کې پښتو لنډه کیسه» اثر د علومو اکاډمۍ د علمي غړو، نورو مېلمنو او د خاورې د کورنۍ له خوا پرانيستل شو او مخکتنه يې وشوه.

Views: 106

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version