ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار برېښنا رياست عوايد د تېر کال په نسبت دوه برابره ډېر شوي

18 Jan 2021 - 15:51
18 Jan 2021 - 15:51

جلال اباد (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۹): د ننګرهار برېښنا ریاست عواید د تېر کال په پرتله دوه برابره زیات شوي او ضایعات يې بیا له ٣٠ څخه ۱۳ سلنې ته راټیټ شوي دي.

دغه څرګندونې د ختيځې حوزې برېښنا رييس غلام حيدر فقيرزي د مرغومي په ٢٩مه په جلال اباد کې يوې خبري غونډې ته وکړې.

دی وایي، په روان کال کې ورته د مرکز له لوري د ٨٠٠ سوه میلیونه افغانۍ عواید هدف ورکړل شوی و خو دوی په لسو میاشتو کې یو میلیارد او ۴۴۰ میلیونه افغانۍ را ټولې کړې دي.

هغه وايي چې دغه عوايد د تېر کال په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.

هغه د ۴سوه ترانسفرمرونو لګول، د ضایعاتو مخنیوی، د فابریکو لپاره منظم سیستمونه او میترونه نصبول او یو شمېر نورې سرچینې د عوایدو زیاتېدو اصلي سرچینې په ګوته کړې.

دغه راز یې زیاته کړه چې یو شمېر اشخاص او ادارې یې په میلیاردونو افغانۍ پوروړي دي چې همغږي او هڅې یې جریان لري، څو پورونه راټول او خپلو عوایدو کې لا زیاتوالی راولي .

دى زياتوي، له دولتي ادارو پرته پر پوروړو کسانو يې برېښنا پرې کړې ده.

نوموړي په اداره کې د فساد مخنیوي، ولس ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د اقداماتو او یو شمېر نورو لاسته راوړنو څخه هم یادونه وکړه .

دی وايي، سږ کال يې د برېښنا قوي کېدو لپار له څلور سوه زیات ترانسفرمرونه نصب کړي او د برېښنا د ولټاژ زیاتېدو لپاره يې د یوه پاور ترانسفرمر  چارې د تدارکاتو تر کمېسيون ور رسولې چې ډېر ژر به نصب شي.

د برېښنا رییس وایي، د حصارشاهي سل میګاواټه سولري برېښنا جوړېدو لپاره هم له څلورو شرکتونو سره قردادونه شوي او په نږدي راتلونکي کې به يې چارې پیل شي.

هغه وویل، د کونړ مناګي ۲،۷ میګاواټه برېښنا بند کې د تخنیکي ستونزو هواري په موخه یې له قراردادي شرکت سره خبرې روانې دي څو هر څو ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار اوسېدونکي ډېر وخت د برېښنا ولټاژ له کمېدو شکایت کوي.

Views: 56

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version