ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د هدفي وژنو مخنيوي په موخه د ريکشاوو کنټرول په نوم کمپاين پيل شو

19 Jan 2021 - 15:50
19 Jan 2021 - 15:50

جلال اباد (پژواک، ۳۰ مرغومی ۹۹): د ننګرهار امنيې قوماندانۍ له لوري په جلال اباد ښار کې د هدفي وژنو مخنيوي په موخه د هندي ريکشو د اسنادو څېړنې کمپاين پيل شوی دی.

مسوولين وايي، د هدفي وژنو عاملين ډېری يې په هندي ريکشو کې د پېښې له ځايه تښتېدلي نو ځکه يې دغه کمپاين پيل کړی چې بې اسناده ريکشاوې له ښاره ټولې کړي او د هدفي وژنو مخنيوی وکړي.

په ننګرهار کې په تېرو شاوخوا دوو مياشتو کې د يوې خبريالې په ګډون ګڼ شمېر کسان وژل شوي چې په کې دولتي کارکوونکي او امنيتي منسوبين هم شامل دي.

د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال غلام سنايي ستانکزي د مرغومي په ۳۰مه پژواک اژانس ته وويل، دوی په جلال اباد ښار کې د نا امنۍ مخنيوي، ګڼې ګوڼې کمښت او د نورو ستونزو د حل په موخه د ريکشو د اسنادو څېړنې کمپاين پيل کړی دی.

هغه وايي: ((ټولو حوزو ته خبر ورکړل شوی چې ريکشاوې ونيسي، اسناد يې بررسي کړي، ريکشا چلوونکي بايومټريک کړي، بعداً به دا په دوو رنګونو رنګېږي چې يو به يې تور او بل ژېړ وي، دا به په دوو ورځو ووېشل شي چې يو ورځ به يې تورې او بله ورځ به ژېړې ريکشاوې ښار کې ګشت و ګزار کوي.))

د ننګرهار امنيه قوماندان وايي، يو شمېر خلکو ريکشاوې په کرايه ورکړې، له همدط کسانو بايد قوي ضمانت واخيستل شي؛ ځکه چې همدغه ډول خلک له ريکشاوو د جرمونو په ترسره کولو کې ګټه اخلي.

دی وايي، شترينګي ريکشاوې چې په ننګرهار کې جوړې شوې دي، دا به هم د يو منظم پلان له مخې جلال اباد ښار ته له راتګ بندې او د ښار او ولسواليو ترمنځ به تګ راتګ کوي.

بلخوا د ننګرهار ښاريان سره له دې چې دغه چاره د جرمونو په مخنيوي کې ښه ګڼي خو غوښتنه کوي چې بايد دغه کمپاين نمايشي نه وي، دوامداره دې شي؛ ځکه په تېر کې هم د ريکشاوو د کنټرول په نوم ښار کې څو ورځې ګڼې ګوڼې جوړې شوې او بيا بېرته دا چاره پر ځای پاتې شوه.

د جلال اباد ښار اتمې ناحيې اوسېدونکی نورشاه وايي، په ښار کې ډېر کله ګڼه ګوڼه او هدفي وژنې له همدغو وړو هندي ريکشو په استفاده کېږي.

هغه د ريکشو د کنټرول پيل شوی کمپاين ګټور ياد کړ خو يادونه يې وکړه چې داسې منظم سيستم ورته رامنځته شي چې فساد ته په کې لار خلاصه نه شي.

ريکشا چلوونکي وايي، لږ تر لږه بايد دوی ته مخکې خبرداری ورکړل شوی وای چې دا ډول يو ګام اخيستل کېږي چې دوی خپل قانوني کارونه خلاص کړي وای.

روح الله د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی دی او جلال اباد ښار کې رېکشا چلوي، هغه وويل، ريکشا يې قانوني اسناد هم درلودل خو ترې يې نيولې او اوس يې درک هم نه کېږي چې څه به ورسره کېږي.

يو بل ريکشا چلوونکی عبدالحکيم وايي، يو ځل يې ترې ريکشا نيولې وه، اسناد يې بررسي شوي خو نن يې بېرته نيولې ده.

هغه وايي، لږ تر لږه هغو ريکشو ته بايد يو تاييدي سند ورکړل شي چې نيول شوي او اسناد يې بررسي شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي هم پژواک ته وويل، د دغه کمپاين په جريان کې د نوو ريکشو را واردېدو مخه ونيول شوه، د ريکشو ګرځېدو ته هم په پلان کار روان دی چې ټولې ستونزې به ورسره حل شي.

د ننګرهار د ترافيکو مديريت چارواکي وايي، تر اوسه يې په دغه ولايت کې ۱۳۵۴۵ ريکشو ته اسناد ورکړي خو جلال اباد ښاريان وايي، په همدغه اندازه بې اسناده ريکشاوې لا هم په ښار کې ګرځي.

Views: 72

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version