ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې دوو چاودنو لسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

20 Jan 2021 - 17:58
20 Jan 2021 - 17:58

جلال اباد (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۹): د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ کې د دوو ماین چاودنو له امله لس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار ولايت مقام رسنيو دفتر څخه د سلواغې په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولايت د خوږیاڼو ولسوالۍ په ابکو سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي ماین نن له غرمې وروسته د ملکي وګړو په سراچه موټر چاودنه کړې چې له امله یې یو ملکي وګړی وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، د خوږیاڼو ولسوالۍ په ډنډو سیمه کې د وسله والو طالبانو له خوا په عمومي سړک د ځای پر ځای شوي يو بل ماین چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او د دوو مېرمنو په ګډون څلور نور ټپيان دي.

ځايي مسوولين وايي، ټپيان د پېښې له ځايه روغتون ته انتقال شوي او تر درملنې لاندې دي.

خو وسله والو طالبانو بيا په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 37

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version