ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان بانک د شخړو هواري کمېسیون رییس ټپي او ساتونکی یې وژل شوی

24 Jan 2021 - 10:23
24 Jan 2021 - 10:23

کابل/ دویم تعقیب (پژواک، ۵ سلواغه ۹۹): د کابل ښار اتمې ناحیې اړوند شاه شهید سیمې په درېیم سړک پر یوه لنډکروزر موټر چاودنې له امله د مرکزي بانک د شخړو هواري کمېسیون د رییس په ګډون دوه کسان ټپیان شوي او یو ساتونکی یې وژل شوی دی.
د افغانستان بانک مطبوعاتي دفتر پژواک خبري اژانس ته ومنله چې نن سهار د دې ادارې د شخړو هواري کمېسیون د رییس عبدالله دراني پر موټر چاودنه شوې چې له امله یې د دراني په ګډون دوه کسان ټپیان شوي خو یو ساتونکی یې وژل شوی دی.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک ته وویل چې دغه پېښه نن سهار اته بجې رامنځته شوې ده.
نوموړی له جزئیاتو پرته وايي، په یاده پېښه کې درې ملګي وګړي ټپیان او د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي دي.
خو یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وویل، د کابل ښار اتمې حوزې اړوند سیمه کې په نننۍ چاودنه کې د افغانستان بانک د شخړو هواري کمېسیون د رییس موټر په نښه شوی دی.
هغه زیاته کړه، په یاده چادونه کې دوه نور ټپیان د مرکزي بانک د شخړو هواري د رییس موټر چلوونکی او ساتونکی دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
په دې وروستیو کې په ټول هېواد په ځانګړې توګه کابل ښار کې د رسنیو د فعالینو، دولتي کارکوونکو، د مدني ټولنې د فعالانو، امنیتي او دفاعي سرتېرو ترور ډېر شوی دی.
د روان کال د لړم په ۱۷مه هم په کابل ښار کې د مرکزي بانک د کارکوونکو پر موټر چادونه وشوه.
په یاده پېښه کې د مرکزي بانک ریاست دفتر عمومي امریت د عامه اړیکو سلاکار یما سیاوش، د بانک د ریاست دفتر عمومي امریت اجرایوي او پروتوکولي مرستیال احمدالله انس او موټر چلوونکی یې امین الله رضایي وژل شوي وو.

Views: 166

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version