لښکرګاه (پژواک، ٦ سلواغه ٩٩): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو په دغه ولايت کې د پوليسو اکاډمي يو استاد وژلى دى.
د هلمند امنيې قوماندانۍ مطبوعاتو مسوول محمد زمان همدرد پژواک ته وويل چې نن له غرمې مخکې د لښکرګاه ښار په صافيانو سيمه کې ناپېژاندو وسله والو د دغه ولايت د پوليسو اکاډمي پر يوه استاد ډزې کړې او وژلى يې دى.
همدرد زياتوي چې د يادې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
دغه راز لښکرګاه کې د پوليسو اکاډمي يوې سرچينې پژواک ته وويل، دغه استاد محمد ولي نومېده چې د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوى دى.
د يادې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په ټولو ولايتونو کې د هدفي وژنو کچه لوړه شوې چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.
Views: 103
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن