ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز ولایتي شورا مرستیال ټپي شوی

26 Jan 2021 - 11:58
26 Jan 2021 - 11:58

کندوز ښار (پژواک، ٧ سلواغه ٩٩): د کندوز د ولایتي شورا مرستیال له خپلو دوو ساتونکو سره یو ځای په ماین چادونه کې ټپي شوی دی.

د کندوز ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي نن پژواک ته وویل، دغه چاودنه سهار ۱۰ بجې په کندوز ښار کې د حاجي میري حمام مخې ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، په دې چاودنه کې د کندوز د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري او د نوموړي دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.

ایوبي زیاته کړه، ماین په یوه بایسکل کې ځای پر ځای شوی و.

بلخوا د کندوز حوزوي روغتون امر ډاکتر نعیم منګل پژواک ته وویل، د ولایتي شورا د مرستیال په ګډون درې ټپیان دغه روغتون ته انتقال شوي دي.

هغه زیاته کړه، د ولایتي شورا مرستیال اوس تر عملیات لاندې دی او روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

بلخوا د کندوز د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني یاده پېښه مني خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه وايي.

د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

Views: 37

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version