ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: کندهار کې د وروستيو عملياتو پر مهال ۶۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

28 Jan 2021 - 13:52
28 Jan 2021 - 13:52

کندهار (پژواک، ۹ سلواغه): امنیتي چارواکي وايي، د کندهار په درېیو ولسوالیو کې په پیل شوو عملیاتو کې ۵۲ وسله وال وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.

دغه عملیات د ارغنداب ولسوالۍ په بابران، د پنجوايي ولسوالۍ په خيبر غره او د ډنډ ولسوالۍ په یارو کلا سیمو کې روان دي.

په کندهار کې د ملي امنیت اړوند د ۰۳ قطعې یوې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، ګډو افغان ځواکونو د دغه ولایت په ارغنداب، پنجوايي او ډنډ ولسوالیو کې له تېرو څو ورځو راهیسې پيل شوي دي.

سرچینه وايي، په دغو عملیاتو کې ۵۲ وسله وال وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز په دغو عملیاتو کې د وسله والو ۳ پټنځایونه، ۲ موټر، ۵ موټرسایکلونه له منځه وړل شوي او د ارغنداب، پنجوايي او ژېړۍ ولسوالیو په عامه لارو کې د وسله والو له خوا ځای پر ځای شوي ۱۹ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.

یادې شوې سرچینې په ارغنداب ولسوالۍ کې د یوه موټربم د له منځه وړو خبر هم ورکړ.

هغه وویل، وسله والو یوه عراده هاموې موټر چې له چاودېدونکو توکو یې ډک کړی و، د ارغنداب ولسوالۍ په ناګهان سیمه کې د یوه باغ ترڅنګ په یوه کنډواله کور کې درولی و.

د ده په خبره، وسله والو پلان درلود، د دغه موټربم په وسیله پر امنیتي ځواکونو برید وکړي چې مخکې له مخکې کشف او له منځه یووړل شو.

خو سرچینې یادونه وکړه چې وسله والو د دغه موټربم په اړه امنیتي ځواکونو ته د معلوماتو ورکولو په تور ۶ بې ګناه ملکي وګړي وژلي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کندهار په ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي او ډنډ ولسوالیو کې وروسته له هغه پراخ عملیات پیل شوي چې وړمه ورځ د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال یاسین ضیا کندهار ته سفر وکړ او د کندهار امنیتي چارواکو په ملتیا ارغنداب ولسوالۍ ته لاړ.

نوموړي پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې که وسله وال سوله نه کوي نو ملکي وګړي او ټولګټي تاسیسات دې هدف نه ګرځوي، بلکې له امنیتي ځواکونو سره دې جګړه وکړي چې په وړاندې یې ولاړ دي.

د کندهار ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي او ډنډ ولسوالۍ چې د دې ولایت امن لرونکې ولسوالۍ وې، له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د جګړو شاهدې دي او له همدې امله د دغو ولسوالیو زرګونه کورنۍ کندهار ښار ته په کډې کولو مجبور شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي، د وسله والو په خلاف پراخ عملیات روان دي او ژر به دا ولسوالۍ د وسله والو له شتون څخه پاکې شي.

Views: 51

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version