ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فضلي : په نږدې راتلونکي کې به هره ورځ ٤٠زره برېښنايي تذکرې وېشل کېږي

30 Jan 2021 - 14:02
30 Jan 2021 - 14:02

کابل (پژواک، ١۱ سلواغه ٩٩): د چارو اداره وايي چې په نږدې راتلونکي کې د مرکزونو په زياتېدو سره به د ورځې تر ٤٠زره پورې برېښنايي تذکرې ووېشل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د احصايي او معلوماتو ملي ادارې څو ورځې مخکې ويلي وو چې د ورځې تر شل زره برېښنايي تذکرو د وېش ظرفيت يې ترلاسه کړى دى.

د چارو ادارو رييس ډاکتر فضل محمود فضلي د سلواغې په ١٠مه په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې  تر څو مياشتو مخکې پورې د برېښنايي تذکرو وېشلو ظرفیت په ورځ کې دوه زره و او بيا اتو زرو ته پورته شو.

هغه زياته کړې: ((ما ژمنه کړې وه چې دا ظرفیت به لس برابره کوو، اوس له نېکه مرغه د احصايې او معلوماتو ملي اداره هره ورځ په ټول هېواد کې کابو شل زره تذکرې وېشي.))

د فضلي په وينا، د دې لپاره چې تر دې هم لوړ هدف ته ورسېږي، په نږدې راتلونکي کې بايد اوسنى ظرفيت دوه چنده شي، څو هره ورځ څلوېښت زره تذکرې ووېشل شي.

د چارو ادارې رييس ويلي، د برېښنايي تذکرو پر ګټو ټول هېوادوال پوهېږي او د هېواد په ټولو برخو کې د تذکرو غوښتنلیکونو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي.

د هغه په وينا، که له برېښنايي تذکرو استفاده زیاته شي، له دې سره به اداري کارونه چټک شي، شفافیت او روڼتیا به زیاته او د حکومت او خلکو اضافي وخت او منابع به کم مصرف شي.

فضلي وايي، همدا تېره اوونۍ په دې لړ کې يو مهم ګام دا پورته شوى چې د بهرنیو چارو وزارت د پاسپورټ وېش سیستم يې د برېښنايي تذکرو له سیستم سره وصل کړ.

ده زياته کړه، د دغه کار ګټه دا ده، اوس که څوک برېښنايي تذکره لري او د بهرنیو چارو له وزارته پاسپورټ ترلاسه کوي، دوی بیا ځلي بایومیټریک، د تذکرې تايید او د اضافې فورمونو ډکولو ته اړتیا نه لري او په لنډ وخت کې پاسپورټ ترلاسه کولی شي.

هغه وايي: ((د برېښنايي تذکرو د وصل پروسه د پاسپورټ ریاست او له نورو اداري مراجعو سره هم تعقیبېږي او کار پرې روان دی، زموږ هڅه دا ده چې ټولې خدماتي پروسې برېښنايي شي.))

تر دې مخکې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ويلي وو چې تر دې دمه يې د تذکرو څه باندې دوه ميليونه غوښتنلیکونه طی مراحل کړي دي.

سرچينې زياته کړې، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د برېښنايي تذکرو د وېش ملي پروسې له منلو سره په ۱۳۹۸ لمريز کال کې په ځینو ولایتونو او په ۱۳۹۹ کال کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د دې تذکرو څانګې رامنځته کړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، دا اداره اوسمهال د هېواد دننه او بهر د الکترونیکي تذکرو د وېش ۷۰ څانګې لري چې له دې ډلې ۲۱ په کابل ښار، ۶ په ایران او ۴۳ نورې د هېواد په ولایتونو کې موقعیت لري.

د احصايې ملي اداره اداره وايي، د دې ترڅنګ پنځه نورې څانګې په کابل او یو شمېر په ولایتونو کې نوې رامنځته شوې چې په نږدې راتلونکي کې به د الکترونیکي تذکرو د اړوندو خدمتونو وړاندې کولو په موخه پرانيستل شي.

Views: 505

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version