ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشر له ګواښ او صالح له ضرب الاجل سره لا هم بلخ کې تښتول شوى ماشوم نه دى خلاص شوى

31 Jan 2021 - 17:07
31 Jan 2021 - 17:07

مزارشريف (پژواک، ۱۲سلواغه ۹۹( : د ولسمشر غني له ګواښ او د لومړي مرستيال صالح له ضرب الاجل دوه اوونۍ تېريږي؛ خو لا هم په مزارشريف کې نهه کلن عبدالرووف د تښتوونکو له منګولو نه دی راخلاص شوی.

د ياد ماشوم کورنۍ وايي، د عبدالرووف له تښتونې څخه د سلو ورځو په تېرېدو لا هم د ياد ماشوم د تښتوونکو په تړاو حکومت دوی ته قناعت ورکوونکی ځواب نه دی ورکړی.

د ماشوم پلار او مور وايي، که تر يوې اوونۍ يې زوی راخلاص نه شي، نو ملګرو ملتونو ته به شکايت وکړي.

نهه کلن عبدالرووف سل ورځې وړاندې په مزارشريف ښار کې ښوونځي ته پر لار و چې وتښتول شو. تښتوونکو د هغه د تښتول کېدو په بدل کې په پيل کې د يونيم ميليون ډالرو غوښتنه کوله، خو کورنۍ يې وايي چې اوس دوه ميليونه ډالر ترې غواړي.

د تښتول شوي ماشوم پلار حاجي محمد نبي د سلواغې په ۱۲مه، مزارشريف ښار کې خبري کنفرانس ته وويل، چې ولسمشر غني او لومړی مرستيال امرالله صالح بايد خپلې ژمنې پوره کړي.

هغه زياته کړه، لومړي مرستيال ترې دوه اوونۍ وخت غوښتی و چې زوی به يې ورته راخلاصوي؛ خو په وينا يې چې لا هم په ياده قضيه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

ده وويل: ((ولسمشر ګواښ کړی و که ژر تر ژره ماشوم خلاص نه شي، نو د بلخ چارواکي به ګوښه کړي؛ خو زه وايم چې ښاغلی ولسمشره! زما زوی لا هم نه دی راخلاص، هيله کوم خپله ژمنه پوره کړه.))

هغه همدا راز وويل، که تر يوې اوونۍ پورې يې زوی راخلاص نه شي، نو د ملګرو ملتونو دفتر ته به شکايت وکړي.

د تښتول شوي ماشوم مور زهره وايي، دوی يوه اوونۍ نور هم حکومت ته وخت ورکوي چې زوی يې ورته راخلاص کړي.

د هغې په خبره، که بيا هم حکومت پر خپلې ژمنې وفا ونه کړه، نو په شمال کې به د سوداګريزو بندرونو لارې د خلکو او موټرو پر مخ وتړي.

نوموړې وايي: ((زموږ زغم نور پای ته رسېدلی، حکومت ولې خپله ژمنه نه پوره کوي، دا اخري مهلت دی چې حکومت ته يې ورکوو، که يوه هفته کې مو زوی خوشې نه شي، نو د آقينې، حيرتان او شېرخان سوداګريزو بندرونو لويې لارې تړو.))

مېرمن زهرې پژواک ته وويل، د زوی د تښتونې له امله له سخت روغتيايي او رواني کړاو سره مخامخ ده.

د افغانستان د ترکمنانو ټولنيزې شورا مشر کمال ګونش پژواک ته وويل چې تښتوونکي د هرې ورځې په تېرېدو سره د غوښتل شویو پیسو اندازه زیاتوي.

د هغه په وینا، هم حکومت او هم طالبان د نهه کلن عبدالرووف په راخلاصولو کې پاتې راغلي دي.

نوموړي زياته کړه: ((تښتوونکو اول یونیم ميلیون ډالر غوښتل، وروسته یې ۱۷ لکه ډالر وغوښتل، بیا یې خبر ۱۹ لکو ډالرو ته ورسوله او دوه ورځې وړاندې یې مسيج کړی چې دوه ميلیونه ډالر راکړی ماشوم در خوشې کوو.))

هغه زیاته کړه، راتلونکې اوونۍ یې حکومت ته د ورکړل شوي وروستي ضرب الاجل وخت پوره کېږي او بیا به پر یو لړ مدني حرکتونو لاس پورې کړي.

له دې سره د بلخ والي فرهاد عظیمي وایي چې د تښتول شوي ماشوم د راخلاصولو هڅې روانې دي.

هغه پژواک ته وویل چې یاده قضیه ډېره پېچلې ده او څو ځله د دوی عملیات ناکام شوي دي.

عظیمي وویل: ((ممکن تښتوونکي په دولتي کچه هم ځیني مخبرین ولري، موږ تر اوسه هم نه یو توانېدلي چې د ماشوم ځای تثبیت کړای شو.))

خو هغه ټینګار کوي چې حکومت د تښتول شوي ماشوم د راخلاصېدو په برخه کې ژمن دی.

د بلخ والي له معترضینو هم غوښتنه وکړه چې پر داسې اقداماتو لاس پورې نه کړي چې زیان یې عامو خلکو او سوداګرو ته ورسېږي.

څه باندې دوه میاشتې وشوې چې د نهه کلن عبدالروف د تښتول کېدو په غبرګون د بلخ ولایت مقام مخې ته د تحصن خېمه وهل شوې ده.

Views: 101

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version