جلال اباد (پژواک، ۱۳ سلواغه ۹۹): د ننګرهار د پنځو ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي او روغتياپالان وايي، دولتي روغتيايي مرکزونو ته د اړوندې قراردادي موسسې له لوري درمل د پخوا په پرتله تر نيمايي زيات کم شوي چې خلکو ته يې ستونزې جوړې کړې دي.
دوی وايي، د لرو پرتو غره نيزو سيمو اوسېدونکي په ساعتونو ساعتونو روغتيايي مرکزونو ته پلی مزل کوي خو کله چې هلته رسېږي، ډاکټران ورته وايي چې درمل خلاص شوي دي.
د سره رود، خوږياڼو، حصارک، شېرزادو او پچيراګام ولسواليو دغه روغتياپالان او قومي مشران د سلواغې په ۱۳مه د ننګرهار ولايتي شورا ته د خپلو ستونزو د حل په موخه راغلي وو چې د اړوندې موسسې له مسوولينو سره يې هم دا ستونزې له نږدې شريکې کړې.
دغو قومي مشرانو اسناد هم درلودل چې له ۱۳۹۷ څخه تر اوسه په تدريجي ډول درمل او نور توکي تر نيمايي زيات کم شوي دي.
د دوی د اسنادو له مخې، د ۱۳۹۷ کال د غويي په مياشت کې د (Acetyl Salicylic Acid 500mg . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن