Pajhwok Afghan News

سرچينې: د دولت مرکچي پلاوي ځيني غړي نن له دوحې بېرته کابل ته راځي

کابل (پژواک، ٢١ سلواغه ۹۹): په قطر کې باوري سرچينې وايي چې د دولت د سولې مرکچي پلاوي يو شمېر غړي نن له دوحې کابل ته راځي.

د دولت د سولې مرکچي پلاوي يوه غړي چې نه يې غوښتل په خبر کې يې نوم خپور شي، د سلواغې په ٢١مه پژواک اژانس ته وويل چې دغه کسان د خپلو شخصي کارونو په موخه د لنډ وخت لپاره کابل ته ځي او له طالبانو سره د رسمي ناستو له پيلېدو مخکې به بېرته ور ګرځي.

خو سرچينې د يادو کسانو نومونه په ډاګه نه کړل.

د مرکچي پلاوي يوه بل غړي هم کابل ته د یادو کسانو تګ تاييد کړ خو دقیق شمېر يې ونه ښود او نه یې هم نومونه وښودل.

ده وويل چې دغه کسان د خپلو شخصي کارونو لپاره کابل ته ځي او له شاوخوا يوې نيمې اوونۍ تېرولو وروسته به بېرته دوحې ته وګرځي.

د مرکچي پلاوي دغه غړى وايي، د دوى د پلاوي تر څلورو کسانو پورې کولى شي چې د خپلو کارونو لپاره هېواد ته ولاړ شي.

هغه د ټول پلاوي د غړو د تګ په اړه وويل، ټول پلاوى نه شي کولى چې لاړ شي، بلکې د پلاوي زياتره غړي به دلته په دوحه کې موجود وي.

سرچینې زياته کړه، کله چې طالبان رسمي ناستو ته را وګرځي، د دوى ټول غړي به هغلته په دوحه کې حاضر وي، اوس خو د طالبانو مرکچي پلاوي يو شمېر غړي هم له قطر څخه بهر په سفرونو بوخت دي.

سرچینې وويل چې دوى د ملي روغې جوړې عالي شورا سره هم په اړيکه کې دي او دغه راز د دوى د مرکچي پلاوي غړي که په دوحه کې دي او که په کابل کې وي، له خپلو هېوادوالو سره د سولې اړوند مسايلو په اړه په حضوري او د مجازي نړۍ له لارې په اړيکه کې دي او هره ورځ د ټولنې بېلابېل قشرونه د خپلو کړنو له جريانونو خبروي او د هغوى نظرونه اوري.

هغه په دې نږدې ورځو کې د سولې خبرو د دويم پړاو ناستو په اړه وويل، په دې نږدې ورځو کې خو د سولې خبرو رسمي ناستو کوم څرک نه لیدل کېږي، خو موږ ورته هيله من يو چې دغه ناستې به پيل شي.

دغه راز ويل کېږي چې له دې مخکې د مرکچي پلاوي درې نور غړي احمد نادر نادري، سعادت منصور نادري او محمد امين احمدي هم کابل ته راغلي دي.

د معلوماتو پر اساس، له تېرې يوې مياشتې راهيسې د دولت او طالبانو د تماس ډلو ترمنځ د سولې خبرو د اجنډا په اړه په دوحه کې ناسته نه ده شوې او لا يې هم د کېدو کوم څرک نه ليدل کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مرکچي پلاوي او د قطر دفتر ځيني غړي له تېرې مياشتې راهيسې روسيې، ايران او ترکمنستان ته سفرونه کړي دي.

د مرغومي په ١٦مه چې کله د دولت پلاوى له کابل څخه قطر ته ولاړ، په سبا يې د (مرغومي په ١٧مه ) د دويم پړاو خبرو لومړۍ ناسته ترسره شوه چې له هغه وروسته بيا د مرغومي په ٢٠مه او ٢١مه دوه نورې ناستې هم وشوې، خو له هغه تر اوسه (د سلواغې ٢١مه) پورې د اجنډا په اړه بله ناسته نه ده شوې.

له دې مخکې د دولت مرکچي پلاوي ځينو غړو پر طالبانو تور پورې کړى و چې ناستو ته نه حاضرېږي، خو په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر وياند ډاکتر نعيم دغه څرګندونې رد کړې وې.

هغه پژواک ته ويلي وو: ((موږ مخکې هم چمتو وو او اوس هم چمتو يو، په دې اړه کومه ستونزه نشته.))

خو په قطر کې يوې بلې سرچينې څو ورځې مخکې پژواک ته ويلي وو، فکر کېږي چې طالبان د خپلو نورو بنديانو خوشي کولو او له تور لېسته د خپلو مشرانو نومونو د ايستلو موضوع ته منتظر دي.

د يادونې ده، د روان کال د وږي په ٢٢مه په قطر کې د نړيوال په حضور کې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې رسمي خبرې پيل شوې چې لومړي پړاو يې نږدې درې مياشتې وخت ونيو، بيا تر شلو ورځو رخصتۍ وروسته د مرغومي په ١٧مه دويم پړاو خبرې پيل شوې، له هغه راهيسې تر اوسه پورې له نامعلوم برخليک سره مخ دي.

Views: 434

Exit mobile version