ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مخکني حکومت مرکچي پلاوي په قطر کې د پاتې کېدو غوښتنه کړې ده

د مخکني حکومت مرکچي پلاوي په قطر کې د پاتې کېدو غوښتنه کړې ده

author avatar
18 Aug 2021 - 16:24
د مخکني حکومت مرکچي پلاوي په قطر کې د پاتې کېدو غوښتنه کړې ده
author avatar
18 Aug 2021 - 16:24

کابل(پژواک، ۲۷زمری ۱۴۰۰): د مخکني حکومت مرکچي پلاوي له قطر څخه غوښتي چې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت تر رامنځته کېدو پورې دې په دغه هېواد کې د پاتې کېدو اجازه ورکړي .

له طالبانو سره د افغانستان مخکني حکومت ۲۱ کسیز پلاوی ټاکلی و، چې ترڅنګ یې یو شمېر تخنیکي کسان هم هلته مېشت وو، دوی له تېر نږدې یو کال راهیسې په قطر کې مېشت وو او له طالبانو سره یې د سولې خبرې مخته وړلې .

په قطر کې د مرکچي پلاوي یوه غړي چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، د زمري په ۲۷مه پژواک اژانس ته وویل چې اوس په دوحه د مرکچي او تخنیکي پلاوي شل غړي استوګن دي .

سرچینه وایي چې په دغو شلو تنو کې کېدای شي ډېر محدود کسان د نورو هېوادونو اقامه یا پاسپورټ ولري زیاتره یې په نورو هېوادنو کې د اوسېدو کوم جواز نه لري.

هغه وویل، دوی له قطر څخه غوښتي، تر هغه پورې چې په افغانستان کې ټولشموله حکومت رامنځته کیږي او دوی ډاډ ترلاسه کوي نو په دوحه کې د پاتې کېدو اجازه ورکړي، خو سرچینې وویل چې تراوسه یې د قطر حکومت مثبت یا منفي ځواب نه دی ترلاسه کړی.

دغې سرچینې زیاته کړه، چې د مرکچي پلاوي زیاتره غړي غواړي چې د شرایطو په مساعدېدو سره افغانستان ته ولاړ شي او له خپلو هېوادوالو سره په ارامه ژوند وکړي.

د مرکچي پلاوي دغه غړي وویل: (( موږ نه غواړو چې یا په قطر کې د ډېر وخت لپاره پاتې شو او یا کوم بل هېواد کې پناه واخلو، زموږ زیاتره غړي غواړي چې په خپل هېواد کې په خپل کلي او کور کې عادي ژوند ولري.))

د یادونې ده چې د زمري په ۲۴مه طالبانو د افغانستان د ولایتونو تر نیولو وروسته کابل هم ونیوه او حکومت سقوط وکړ، نو له همدې سره په دوحه کې د حکومت او طالبانو د سولې مرکچي پلاوو خبرې بې پایلې شوې او د حکومتي پلاوي د خبرو مخته بیولو مسوولیت پای ته ورسېد.

په قطر کې د سولې خبرې د تېرکال د وږي په ۲۲مه په دوحه کې د نړیوالو په حضور کې پیل شوې او شاوخوا ۱۱میاشتې یې دوام وکړ، خو په دومره موده کې یې محسوسه پایله نه درلوده.

Views: 263

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.