ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیان کې د مرغانو د ښکار په تور درې کسان نیول شوي

بامیان کې د مرغانو د ښکار په تور درې کسان نیول شوي

author avatar
5 Sep 2024 - 15:34
بامیان کې د مرغانو د ښکار په تور درې کسان نیول شوي
author avatar
5 Sep 2024 - 15:34

بامیان (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۳): بامیان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په یکاولنګ نمبر۱ ولسوالۍ کې د مرغانو د ښکار په تور درې کسان نیول شوي دي.

د بامیان د چاپېریال‌ساتنې رییس محمدابراهیم دادفر پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد کسان د دغه ولایت د یکاولنګ نمبر۱ ولسوالۍ په «دشت غجور» سیمه کې نیول شوې دي.

هغه زیاته کړه: «امنیتي پرسونل نن د سیمې درې کسان د مرغانو د ښکار پر مهال نیولي او د دوسیو څېړلو په موخه د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ جنایي جرمونو مبارزې مدیریت ته لېږدول شوي دي.»

هغه څرګنده کړه، له تورنو کسانو یو باز، دوه بادخورک او څو کوترې هم ترلاسه شوي او بېرته طبیعت ته خوشي شوي دي.

د بامیان چاپېریال‌ساتنې رییس ټینګار کوي چې د افغانستان ا.ا د مشرتابه د فرمان له مخې، د هر ډول مرغه او نورو حیواناتو پر قاچاق او ښکار بندیز لګول شوی دی.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.