ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د برېښنايي تذکرو اخیستو لپاره دې فورمې په قلم نه، بلکې په انلاین بڼه ډکې شي”

16 Feb 2021 - 16:08
16 Feb 2021 - 16:08

کابل (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٩): د احصايې او معلوماتي ټکنالوجۍ ملي اداره وايي چې له راتلونکې اوونۍ وروسته په قلم ډکې شوې فورمې نه منل کېږي، متقاضايان دې د برېښنايي تذکرو اخیستو لپاره فورمې په انلاین بڼه ډکې کړي.

د احصایې او معلوماتي ټکنالوجۍ ملي ادارې له خوا د سلواغې په ٢٨مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر د چټکتیا او د غوښتونکو د وخت ضايع کېدو او سرګردانۍ د مخنیوي په ‌موخه د هېواد په ‌ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې د برېښنايي تذکرو غوښتنلیک خدمتونه انلاین بڼې ته اړولي دي.

سرچينې زياته کړې، د هېواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې د الکترونیکي تذکرو وېش څانګې د شنبې له ورځې (د کب ٢مه) هغه غوښتنلیکونه چې د انلاین سیستم له‌ لارې ډک شوي وي، طی ‌مراحل کوي او په قلم ډک شوي غوښتنلیکونه له یا‌دې نېټې وروسته نه طی ‌مراحل کېږي.

سرچينې ويلي، د هېواد ټول اوسېدونکي او په ایران او عربي متحده اماراتو کې مېشت افغانان په څلورېشت ساعته ډول کولای شي د https://nid.nsia.gov.af/ You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version