ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوکانداران: د خوست ښاروالي په غیر قانوني توګه غرفوي ړنګوي

12 Mar 2021 - 20:01
12 Mar 2021 - 20:01

خوست ښار (پژواک، ۲۲ کب ۹۹): د خوست په ښار کې د تازه ميوې او سبزۍ يو شمېر پلورونکي وايي چې ښاروالۍ ترې په ناقانونه ډول د هغوی غُرفې ړنګوي.
د تازه ميوې او سبزۍ دغه ۱۶۰ غُرفې د خوست ښار جرګو تالار ختيځ لورته څو کاله مخکې د ښاروالۍ له خوا جوړې شوې دي، چې د مسوولينو په وينا، د رسمي جواز په درلودلو سره ترې هر مياشت ښاروالۍ ټاکلي اندازه کرايه اخلي.
د دغو غُرفو مالکينو نن د «کب ۲۲مه» د يوې اعتراضيه راټوليدنې پرمهال وويل چې نږدې دوه اونۍ وړاندې د ښاروالۍ له خوا دوی ته نوی کلنی د فعاليت جواز ورکړل شوی دی.
دوی زياتوي، د دې سربېره ښاروال ورته ويلي چې غُرفې ژر تر ژره تخيليه کړي، ځکه چې هغوی يې د ړنګولو پلان لري.
د رحيم الله په نوم يو تن اعتراض کوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((يوه اونۍ مخکې يې ماته دا جواز راکړی دی. په قانوني ډول زه دلته يو کال وخت لرم. ايا که ستا دغه پلان و دا ډېره اشتباه نه کوله شاروال صاحب چې تا په موږ باندې جوازونه تقسيم کړل، ولې. دا ماليه ده، د قانون په چوکاټ کې د وخت والي، د وخت شاروال زه دلته کېنولی يم، نه غصب کار يم، نه ظالم يم، نه جابر يم، بلکې تاسو د قانون په اساس زه دلته کېنولی يم. نن ته ما ته درې ورځې وخت راکوي، زما په دوکان کې لس لکه افغانۍ سرمايه موجوده ده، موټر مې په نيټه ورته اخيستی او دا کاروبار مې پيل کړی دی او نهه لکه افغانۍ زه قرضداره يم، دا نهه لکه افغانۍ ماته څوک راکړي.))
د سراج الدين په نوم بل اعتراض کوونکي پژواک اژانس ته وويل هيڅکله اجازه نه ورکوي، چې په ناقانونه ډول ترې غُرفې واخيستل شي، ځکه په وينا يې چې له همدې لارې دوی خپلو کورنيو ته حلاله روزي پيدا کوي.
دی وايي: ((شپږ کاله ښاروالۍ موږ عوايد ټول کړي، په دا باندې سړک جوړ شوی، پول جوړ شوی، دا د ما غريب په سر جوړ شوی دی. نن چې ته نوی راغلی يې زما فرهنګ له خارج سره مه مقايسه کوه. زه غريب يم، زه بيچاره يم. ته زما والي زما مشر يې، ته بايد ماته کار پيدا کړې. ايا نن چې زه دلته خپل کار باندې لګيا يم او نفقه ګټم، زه مجرم شوم، زه خايين شوم.))
ورته د خوست ښار د دوکاندارانو د ټولنيزې شورا مشر جمال تڼي هم پژواک خبري اژانس ته خپلو خبرو کې د يادو غُرفو د ړنګولو په اړه د ښاروالۍ له خوا نيول شوم پلان ناقانونه وباله.
نوموړي وويل که ښاروال رښتيا هم د ښار د تصفيې لپاره پلان لري، نو په لومړي سر کې دې هغه غُرفې له منځه يوسي چې په شنو ساحو کې جوړ شوې دي.
ده همدا ډول زياته کړه، د بازار د اصولو له مخې شپږ مياشتې مخکې بايد ښاروالۍ د يادو غُرفو مالکينو د تخليې ويلی وي.
هغه زياتوي: ((که يواځې دا غُرفې لرې کوې، نو مجرم دې بولم، ظالم دې بولم. که ټوله شنه ساحه خالي کوې دې خلکو ته بيا هم موږ بايد وخت ورکړو، چې په دومره وخت کې تاسو خپلې ټپرۍ تخليه او مال يو مناسب ځای ته انتقال کړئ، خو په شرط د دې چې د زرور او کمزوري فرق به دلته نه وي.))
بل پلو د خوست ښاروال انجينر روشان نويد پژواک اژانس ته وويل دا کار د ولسمشر د هدايت په اساس د هېواد په ټولو ۳۴ ښارونو تطبيقيږي او ټولې هغه غُرفې به چې د ښار په مختلفو ځايونو کې اېښودل شوې او د بې نظمۍ سبب شوي، لرې کړل شي.
نوموړي وويل د جلااباد، کندهار، هرات، مزار وروسته خوست د هېواد په کچه پنځم ښار دی چې د ولسمشر په لارښوونه د ستراتيژيک پرمختيايي چوکاټ يا SDF پلان شامل شوی او وايي د دې پلان د تطبيق په وړاندې په ښارونو جوړې شوې غُرفې لوی خنډ دی.
هغه وايي: ((زه د قانون په چوکاټ کې بايد مرکزي دولت ته جواب ګوی يم، هغوی ته بايد ځواب ورکړم او دغه ټپرۍ بايد ژر تر ژره له دغو ځايونو څخه لرې کړو.))

Views: 94

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version