ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا ولسمشر: دا به سخته وي چې په ټاکلې نیټه له افغانستانه ټول سرتیري اوباسو

17 Mar 2021 - 21:43
17 Mar 2021 - 21:43

کابل (پژواک، ۲۷ کب ۹۹) : د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي له طالبانو سره د سولې په تړون ” ټینګ مذاکرات” نه وو شوي او فکر نه کوي چې په ټاکلې نیټه خپل سرتیري له افغانستانه اوباسي.

په دې تړون کې چې امریکا د طالبانو سره د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې په قطر کې لاسلیک کړ، موافقه شوې وه چې د ۲۰۲۱ کال د مې د میاشتې تر پایه به ټول امریکایي عسکر د افغانستان نه وځي.

خو دامریکا ولسمشر جوی بایډن د اې بي سي امریکایي تلویزیون سره په مرکې کې چې نن چارشنبه، خپره شوه، ویلي چې دا به د امریکا لپاره “سخته” وي چې د ټاکلې نیټې سره سم له افغانستانه ټول عسکر وباسي.

هغه زیاته کړه چې په بشپړه توګه د عسکرو ایستل به ډیر وخت ونه نیسي.

جو بایډن د مې د میاشتې د لومړې نیټې د مهلت په هکله وویل: ” د متحدینو سره د عسکرو د شمیر د کمیدو په چټکوالي مشورې کوم. ښایي دا کار وشي خو سخته به وي. خو که وغځیږي هم، ډیر به اوږد نه شي.”

بایډن هم د پخواني ډونالډ ټرمپ په څیر ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د امریکا تقریباً شل کلنه جګړه پای ته رسوي او شاوخوا ۲۵۰۰ امریکایي عسکر چې هلته دیره دي، بیرته هیواد ته ستانه کړي.

بل پلو طالبانو خبرداری ورکړی که امریکا د دوحې د تړون له مخې خپل ټول عسکر د افغانستان نه ونه باسي، ناوړه عواقب به ولري.

بایډن دا څرګندونې په  داسې حال کې کړې چې د افغانستان د سولې په تړاو هسې تیزې شوې او ټاک شوې ده چې سبا په مسکو کې دامریکا، روس چین، پاکستان او قطر په ګډون د افغانستان د سیاسیونو او طالبانو ترمنځ ناسته جوړه شي.

دغه راز ټاکل شوې چې راتلونکې اپریل میاشت کې د ترکیې په استانبول ښار کې هم ورته ناسته جوړه شي.

Views: 487

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version