ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: کندهار کې مو له افغان ځواکونو په ملاتړ پر طالبانو هوايي بريدونه کړي

17 Mar 2021 - 18:34
17 Mar 2021 - 18:34

کندهار (پژواک، ۲۷ کب ۹۹): امريکايي ځواکونو وايي چې له افغان ځواکونو په ملاتړ يې په کندهار ولايت کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه کړي دي.

بلخوا طالبانو په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې پر امريکا تور پورې کړی چې د دوحې له تړون څخه يې پر سرغړونې بمبارۍ کړې دي.

په کابل کې د امريکايي ځواکونو وياند سوني لګيټ د کب په ٢٧مه په ټويټر کې ليکلي چې هوايي ځواکونو يې د کندهار په زېړي، سپين بولدک او نورو ولسواليو کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه کړي دي.

هغه زياته کړې، دا بريدونه وروسته له هغه شوي چې وسله والو طالبانو په يادو سيمو کې پر افغان ځواکونو بريدونه ترسره کړل.

د نوموړي په وينا، امريکايي ځواکونه به د دوحې تړون له مخې، له افغان ځواکونو څخه دفاع ته ادامه ورکوي.

بلخوا د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په يوه خبرپاڼه کې پر امريکا تور پورې کړى چې په دې بمباريو سره يې د دوحې له تړونه سرغړونه کړې ده.

هغه ويلي چې امريکايي ځواکونو پر هغو طالبانو بريدونه کړي چې په خپلو مرکزونو کې وو او يا پر سفر  روان وو چې له امله يې يو شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

خو د امريکايي ځواکونو وياند د طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

بلخوا د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند لومړي څارن جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه ګډو ځواکونو د ډنډ ولسوالۍ په یارو کلا سیمه کې عملیات کړي دي.

هغه زیاته کړه، په دغو عملیاتو کې ۲۱ وسله وال وژل شوي خو پولیسو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.

دی وايي، د وژل شوو وسله والو جسدونه او وسلې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

چارواکي وايي، امنیتي او دفاعي ګډو ځواکونو عملیات د ډنډ ولسوالۍ ترڅنګ په ارغنداب، ژېړۍ او پنجوايي ولسوالیو کې روان دي او ژر به دغه ولسوالۍ له وسله والو پاکې شي.

ډنډ ولسوالي کندهار ښار ته نږدې ولسوالي ده چې په دې وروستیو کې په کې د وسله والو فعالیتونه ډېر شوي دي.

&nbsp . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version